پوټین، شي او ټرمپ به په چین کې سره وګوري

پوټین، شي او ټرمپ به په چین کې سره وګوري

کابل؛ افاق خبري اژانس: ټاکل شوې ولادیمیر پوټین، ډونالډ ټرمپ او شي جین پینګ، نن پنجشنبه د چین په شنژن ښار کې د اسیا-اقیانوسیې اقتصادي همکاریو (اپیک) سرمشریزې په څنډه کې، په لومړۍ درې اړخیزه غونډه کې د اوکراین، ایران، اټومي بې وسلې کولو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د سپوتنیک د راپور له مخې، دا غونډه به په محلي وخت د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو ترسره شي او شاوخوا یو ساعت به دوام وکړي.

د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف ویلي، د اوکراین د موضوع په اړه به په دې دری اړخیزو لیدنه کې خبرې وشي، او په تړاو یې یو ګډ سند هم د چمتو کېدو په حال کې دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف بیا ویلي، روسیه د اپیک له سرمشریزې نه حقیقي تمې لري او ټاکل شوې، چې پوتین او ټرمپ هم په غیر رسمي دوه اړخیزې لیدنه کې خبرې اترې وکړي.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو، چې د اوکراین، ایران او اټومي بې وسلې کولو په اړه په دې سرمشریزه کې خبرې کوي؛ دا غونډه به په سوداګرۍ، اقتصاد، مصنوعي ځیرکتیا او نورو همکاریو هم متمرکزه وي.

مطالب بیشتر:  ذبیح الله مجاهد: پاکستان په نړۍواله کچه د افغانستان پر وړاندې دسیسې جوړوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *