کابل؛ افاق خبري اژانس: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که بېرته شاته لاړ شي، نو بیا هم د ایران پر وړاندې د جګړې پرېکړه کوي او د دغه هېواد پر وړاندې له پوځي اقدامه پښیمانه نه دی.
ټرمپ د ایران له سمندري محاصرې دفاع کړې، دا یې د تهران پر وړاندې د امریکا تر ټولو اغېزمن اقدام بللی، او ادعا یې کړې چې په تېرو څو میاشتو کې یوازې یوه کښتۍ له دې محاصرې تېره شوې ده.
هغه له ایران سره پخوانۍ هوکړه د وخت ضایع کول بللي او ویلي یې دي، هېڅکله یې په دې هوکړه باور نه درلود؛ د هغه په وینا، له ایران سره خبرو وښوده چې دغه هېواد د باور وړ نه دی.
نوموړي همدارنګه له ایران سره د خبرو له مېزه د جي ډي وینس لرې کولو رد کړي، او زیاته کړې یې ده چې وینس خپله دنده په ښه توګه ترسره کوله، خو د جګړې د پرېکړې دفاع یې له پامه غورځولې وه.
د امریکا ولسمشر له ایران سره د جګړې له کبله په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو له ماتې سره سره، له خپلو پرېکړو دفاع کړې او دا ماتې یې د SAVE America»» د قانون د تصویبولو پایله بللې ده.
