په هرات کې د پل هاشمي سب‌سټېشن چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې

په هرات کې د پل هاشمي سب‌سټېشن چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې

کابل؛ افاق خبري اژانس: په هرات کې د پل هاشمي سب‌سټېشن د جوړولو چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې. د هرات مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه سب‌سټېشن د ۱۲۶ مېګاواټه برېښنا ظرفیت لري، پر ۳۵ جریبه ځمکه جوړېږي او د بشپړېدو لپاره یې یو کال موده په پام کې نیول شوې ده. سرچینه زیاتوي، په دغه پروژه کې ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او تمه ده چې په بشپړېدو سره یې په هرات کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر ډېره راکمه شي.

د هرات مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال د دغه ولایت د برېښنا ډېره برخه د دوو وارداتي مزيو له لارې تامینېږي، چې یو یې له ترکمنستان څخه د ۲۲۰ کیلوولټ او بل یې له ایران څخه د ۱۳۲ کیلوولټ مزی دی.

مطالب بیشتر:  د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ لوبه د باران له امله بې پایلې پایته ورسېده

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *