رویټرز خبري آژانس د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله راپور ورکړی، چې کډوالو مسایلو اړوند بروکسل ته د اسلامي امارت د پنځو بلل شویو غړو د ویزو غوښتنلیکونه یې ترلاسه کړي او دا مهال تر ارزونې لاندې دي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د اروپایي ټولنې د استازو او د اسلامي امارت د پلاوي ترمنځ غونډه د جون په ۲۲ او ۲۳ نېټو په بروکسل کې ترسره شي او د دې غونډې اصلي موخه د هغو افغان وګړو بېرته ستنول دي، چې د اروپایي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري.
د سیاسي چارو شنونکی حکمتالله حکمت د دې غونډې په اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «بروکسل ته د افغانستان د اوسني حاکمیت د چارواکو بلنه په اصل کې تر ډېره د اروپایي هېوادونو د ګټو د ټینګښت او د هغوی د کډوالۍ د سیاستونو د مدیریت په موخه ده. اصلي هدف دا دی، څو هغه افغان وګړي چې د اروپایي هېوادونو د قوانینو له مخې د استوګنې شرایط نه لري، افغانستان ته بېرته ولېږدول شي.»
بلخوا، بلجیمي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، ماکسیم پروو، ویلي چې د اسلامي امارت د استازو د بلنې په اړه د اروپایي کمېسیون له پرېکړې سره موافق نه دی، خو زیاته کړې یې ده، چې بلجیم د اروپایي بنسټونو د کوربه هېواد په توګه نه شي کولای د دغو غونډو د جوړېدو او یا هم د ویزې غوښتنلیکونو د ارزونې د بهیر مخه ونیسي.
د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم بیا په دې اړه زیاتوي: «د افغانستان حکومت هم دا خبرې اترې د خپلو ځینو ګټو او غوښتنو د تأمین لپاره یو فرصت ګڼي، او له همدې امله له اروپایي لورو سره خبرو ته داخلېږي. په داسې شرایطو کې دواړه خواوې د خپلو اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ د امتیاز ترلاسه کولو هڅه کوي؛ اروپا د کډوالو د بېرته ستنولو د سیاستونو د پرمخ وړلو لپاره د افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري، او د افغانستان حکومت هم هڅه کوي چې له دغو تعاملاتو د ځینو سیاسي یا اجرایي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ګټه واخلي.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر نور شنونکي باور لري، چې دا ډول لیدنې راتلونکي کې د اړیکو ټینګښت لپاره مثبت او غوره ګام دی او کولی شي د دواړو خواوو ترمنځ په بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د کډوالو په برخه کې، د خبرو اترو او هوکړو زمینه برابره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په داسې غونډو کې د اسلامي امارت د مسوولینو ګډون د راتلونکو اړیکو د ښه کېدو لپاره د زمینې برابرولو په لور یو مثبت ګام بلل کېدای شي. دا لیدنې دواړو خواوو ته فرصت برابروي چې خپلې ستونزې او لیدلوري له یو بل سره شریک کړي. که څه هم بېلابېلې موضوعګانې، لکه د کډوالو اړوند مسایل او نور موارد مطرح دي، خو په پایله کې دا بهیر کولی شي په راتلونکي کې د خبرو اترو او احتمالي هوکړو لپاره زمینه برابره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت تر اوسه په رسمي ډول د خپل حکومت د پلاوي د بلنې او د یادې غونډې د کره وخت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع په اړه د خبرو اترو په پار، اروپایي کمېسیون بروکسل ته د سفر لپاره د اسلامي امارت د احتمالي پلاوي د غړو نوملړ بلجیمي چارواکو ته سپارلی و.
