نړۍ نور د واشنګټن تابع نه ده؛ د ټرمپ د فشار سیاست له پراخو ننګونو سره شوی

نړۍ نور د واشنګټن تابع نه ده؛ د ټرمپ د فشار سیاست له پراخو ننګونو سره شوی

پولیټیکو خپرونې په یوه تحلیلي راپور کې، چې د نهال توسي له لوري لیکل شوی ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ اداره اوس د نړۍوال سیاست له یوه نوي واقعیت سره مخامخ ده؛ هغه واقعیت چې نور نړۍ چمتو نه دی په آسانۍ د امریکا د فشارونو پر وړاندې سر ټیټ کړي. په دغه راپور کې چې تر ډېره وروستي بدلونونه څېړل شوي، راغلي چې د واشنګټن یرغلیزه او د فشار تګلاره، نه یوازې دا چې مطلوبو پایلو ته نه ده رسېدلې، بلکې په ځینو مواردو کې یې برعکس غبرګونونه راپارولي او د امریکا نفوذ یې کم کړی دی.

د دې تحلیلي راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ په تېرو میاشتو کې هڅه کړې، چې د بېلابېلو وسیلو لکه پوځي ګواښونو، اقتصادي فشارونو او درنو تعرفو په کارولو سره نور هېوادونه د خپلو سیاستونو منلو ته اړ کړي. خو په وروستیو ورځو کې یو لړ بدلونونو وښوده چې دا سټراټیژي له جدي محدودیتونو سره مخ ده. له دې ډلې، ایران له امریکا سره د خبرو له دوام شا ته شوی او د مقابلې لاره یې غوره کړې ده. په اروپا کې هم د هنګري رایه ورکوونکو د ټرمپ یو نږدې متحد ویکتور اوربان له واکه لیرې کړ. په مذهبي کچه، پاپ لئو هم په ښکاره ویلي چې د امریکا د ولسمشر له ګواښونو نه وېرېږي.

په دې راپور کې وړاندې ټینګار شوی، چې د ټرمپ ډله د نړۍوال نظام له پېچلتیاوو کره درک نه لري او زیاتره وخت داسې انګیري چې نور نړۍوال لوبغاړي د یوې لوبې «فرعي کرکټرونه» دي چې د زور او فشار له لارې کنټرولېدای شي. حال دا چې د بهرني سیاست یو بنسټیز اصل دا دی چې هر اقدام یو غبرګون لري؛ او حتمی نه ده، چې دا غبرګون دې د طراح له غوښتنو سره سم وي.

مطالب بیشتر:  د خبریالانو په ماښامنۍ مېلمستیا کې شکمنې ډزې؛ آیا د پلان شوې سناریو نښې لیدل کېږي؟

د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا پخوانی مشر ریچارډ هاس وایي، که د ټرمپ اداره دې پایلې ته رسېدلې وای چې د زور سیاست نور اغېزناک نه دی، نو په تګلاره کې به یې بدلون راوستی و، خو تر دې دمه داسې څه نه تر سترګو کېږي. د هغه په وینا، د دې لارې دوام کولی شي د امریکا نړۍوال ځایګی له ناوړه پایلو سره مخ کړي.

د دې تحلیلي راپور په یوه بله برخه کې د یو شمېر بهرنیو چارواکو اندېښنو ته اشاره شوې، چې په باور یې، د نړۍوالو بدلونونو په اړه رښتینې او کره معلومات په بشپړ ډول ټرمپ ته نه رسېږي. د یوه لوړپوړي اروپايي ډیپلوماټ په وینا، د امریکا ولسمشر د داسې کسانو په منځ کې دی چې تر ډېره د هغه نظرونه تاییدوي، نه دا چې پېچلي واقعیتونه ورته بیان کړي. دا موضوع کولی شي د سپینې ماڼۍ د پرېکړو پر کیفیت منفي اغېز وکړي.

اسلام‌آباد کې ایران سره له خبرو اترو وروسته، د امریکا د مرستیال ولسمشر جې‌ډي ونس څرګندونې، هم د همدې تګلارې بېلګه بلل شوې ده. هغه له ۲۱ ساعته خبرو وروسته وویل چې ایران «زموږ شرایط ونه منل»؛ هغه جمله چې د شنونکو په نظر د یوې داسې تګلارې ښکارندویي کوي چې متوازنې هوکړې ته د رسېدو په پرتله، پر تحمیلي غوښتنو د زیات ټینګار مانا لري. دا ډول ادبیات، په ځانګړي ډول په اوسنيو حساسو شرایطو کې، کولی شي تاوتریخوالی زیات او د ډیپلوماټیکو فرصتونو د ضایعه کېدو لامل شي.

پولیټیکو خپرونې وړاندې په دې راپور کې بیا د دې سیاستونو عملي پایلو ته اشاره کړې ده. یوه مهمه بېلګه یې د ګرینلنډ سپارلو په پار، پر ډنمارک د ټرمپ فشار دی؛ هغه اقدام چې په اروپا کې یې پراخ منفي غبرګونونه راوپارول او بالاخره د ناکامۍ ترڅنګ یې، اروپايي هېوادونه دې ته وهڅول چې پر متحده ایالتونو خپله امنیتي تکیه راکمه کړي. دا بهیر په اوږدمهال کې د لوېدیځ امنیتي جوړښت بدلولی شي.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ ملي امنیت سټراټیژي؛ منځني ختیځ او افغانستان کې پر جنایتونو سترګې پټول

په اقتصادي برخه کې هم د امریکا له لوري د تعرفو لګولو تګلارې دې ته لاره هواره کړې، څو ډېری هېوادونه د خپلو سوداګریزو شریکانو بدلولو ته مخه کړي. دغو هېوادونو هڅه کړې پر امریکایي بازار خپله تکیه راکمه کړي او د دې تګلارې په پای کې به، راتلونکي کې د واشنګټن د چنې وهلو ځواک هم سخت کمزوری شي. په بل عبارت، هغه اقدامات چې د امریکا د پیاوړتیا لپاره ترسره شوي، په ځینو برخو کې یې برعکس پایلې ورکړې دي.

په دې راپور کې یو بل مطرح شوی مهم ټکی دا دی، چې د ټرمپ ډله پېچلو او مهمو نړۍوالو مسایلو ته په ساده سترګه ګوري د شنونکو په وینا، دا ډله کله ناکله له جیوپولیټیکي مسایلو سره د سوداګریزو معاملو په څېر چلند کوي؛ حال دا چې ډېرې نړۍوالې شخړې ژورې ریښې لري، لکه ملي هویت، ایډیولوژیک باورونه او امنیتي اندېښنې. د دې فکټورونو له پامه غورځول کولی شي د جدي سټراټیژیکو تېروتنو لامل شي.

په همدې تړاو، د لاتینې امریکا یوه پخواني چارواکي پولیټیکو ته ویلي چې د ټرمپ اداره دا نه درک کوي، چې خلک او هېوادونه ډېر کم وخت له مادي محاسبو ورهاخوا، د څیزونو لپاره مبارزه کوي؛ لکه هویت، خپلواکي او بقا. دا حقیقت د نړۍوال سیاست پېچلتیا زیاتوي او د یو اړخیز فشار د پلي کېدو امکان محدودوي.

په دې تحلیلي راپور کې په ځینو برخو کې د سختو غبرګونونو پر وړاندې د ټرمپ حساسیت ښودلو یادونه شوې ده. د بېلګې په توګه، کله چې چین د امریکا د سوداګریزو سیاستونو پر وړاندې ودرېد او غچ اخیستونکي اقدامات یې وکړل، لکه متقابلې تعرفې او د حیاتي کاني توکو د صادراتو محدودول؛ واشنګټن اړ شو چې تر یوه بریده شاتګ وکړي. دا د دې ښکارندویي کوي، چې ستر ځواکونه ان د اوسنۍ تګلارې په چوکاټ کې هم کولی شي د امریکا پر چلند اغېز وکړي.

مطالب بیشتر:  د افغانستان په اړه د ایران سیمه‌ییز لیدلوری؛ د ننګونو له مدیریت د تعامل تر اړتیا

په ټوله کې د چارو شنونکي خبرداری ورکوي، چې د دې بهیر دوام ښايي داسې نړۍوال نظم رامنځته کړي چې په هغه کې امریکا نور د پخوا په څېر د برلاسي رول ونه لري. ریچارډ هاس دا وضعیت «له امریکا وروسته نړۍ» بللی دی؛ داسې نړۍ چې امریکا به پکې د خپلو اهدافو د پرمخ وړلو لپاره پر ځواک د تکیې پر ځای، د نورو هېوادونو همکارۍ او باور ته اړتیا ولري.

په دا ډول شرایطو کې ډېری کارپوهان ټینګار کوي، چې واشنګټن باید پر خپله تګلاره بیاکتنه وکړي او یوازې پر فشار د تکیې پر ځای د تعامل، ډیپلوماسۍ او متقابل درک پر لور حرکت وکړي. که نه، د امریکا او نورو نړۍوالو لوبغاړو ترمنځ به واټن نور هم زیات او د نړۍوالو کړکېچونو مدیریت به لا ستونزمن شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *