د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ د ټرمپ هیله‌مندي او د پزشکیان شرطونه

د تهران او واشنګټن کړکېچ؛ د ټرمپ هیله‌مندي او د پزشکیان شرطونه

واشنګټن او تهران یوې داسې هوکړې ته د رسېدو هلې ځلې کوي، چې په بشپړ ډول د جګړې پای‌ته رسېدو لامل شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هرمز تنګي کې د «آزادۍ پروژې» عملیاتو د ځنډولو له اعلان وروسته، اوس ویلي چې امریکا به د ایران دغني شویو یورانیمو زېرمې ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ادعا کړې چې ایران سره ډېرې ښې خبرې روانې دي او په خبره یې، تهران منلې چې اټومي وسلې به ونه لري؛ هغه ادعا چې تر اوسه د ایراني چارواکو له لوري نه ده تایید شوې.

ډونالډ ټرمپ د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو ډېرې ښې خبرې لرلې. هغوی غواړي هوکړې ته ورسېږي. ډېر احتمال شته چې توافق وشي. ایران د اټومي وسلو نه لرلو او نورو موضوعاتو سره موافقه کړې ده.»

د امریکا ولسمشر په دې غونډه کې په ضمني ډول ویلي، چې د هوکړې لپاره ټاکل شوی ۳۰ ورځنی ضرب‌الاجل د بدلون وړ دی، او ټینګار یې کړی، چې په اصل کې هېڅ ضرب‌الاجل نشته.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، بیا له خپل فرانسوي سیال امانویل مکرون سره ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هره هوکړه باید د جګړې، دښمنۍ او سمندري کلابندۍ پای‌ته رسېدو له تضمین سره مل وي.

مسعود پزشکیان زیاته کړې: «د هرمز تنګي د پرانیستو په اړه هر ډول خبرې اترې، د امریکا له لوري د سمندري کلابندۍ په پای‌ته رسېدو پورې اړه لري. د دې مذاکراتو اغېزمنتیا د جګړې پای‌ته رسېدو او دښمنانه اقداماتو نه تکرار پورې تړلې ده.»

مطالب بیشتر:  د ټرمپ او زلنسکي د لیدنې ستاینه او غنده؛ د اوکراین جګړې برخلیک به څنګه شي؛

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي وو چې د ایران پر وړاندې د جګړې یرغلیز پړاو پای ته رسېدلی دی. د هغه له دې څرګندونو یوازې څو ساعته وروسته، ډونالډ ټرمپ هم اعلان وکړ چې د «آزادۍ پروژې عملیات» ځنډول شوي دي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوې هوکړې او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو دواړه لوري لا هم پر خپلو شرطونو او غوښتنو ټینګار کوي.

که څه هم امریکا په مذاکراتو کې د خبرو اترو د پرمختګ خبره کوي، خو ایران بیا د جګړې پای او د سمندري کلابندۍ پای‌ته رسول د هر ډول هوکړې لپاره اساسي شرط بولي. اوس به ولیدل شي چې په راتلونکو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په مذاکراتو کې څه بدلون راځي، او آیا تهران او واشنګټن به یوې هوکړې ته ورسېږي که نه؟

 

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *