د کابل او اسلام‌آباد ترینګلتیاوې؛ اڅکزی وایي ستونزې د زور له لارې نه حل کېږي

د کابل او اسلام‌آباد ترینګلتیاوې؛ اڅکزی وایي ستونزې د زور له لارې نه حل کېږي

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي او په خبره یې، اسلام‌اباد نه شي کولای د پرله‌پسې ګواښونو له لارې د افغانستان مسئله مدیریت کړي.

هغه د پاکستان د حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې، د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته، د برید او زور کارول مناسبه‌ حل‌لاره نه ده او دا ډول چلند د خبرو اترو له اصولو سره برابر نه دی.

اڅکزي همداراز د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه خبرې باید د سیمې د هېوادونو په حضور او د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ترسره شي.

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په دې اړه زیاته کړې: «افغانستان سره ستونزې د ګواښونو له لارې نه حل کېږي، بلکې جدي مذاکراتو او سیمه‌ییزو غونډو ته اړتیا لري. که یوازې په یوه ساعت کې ترورېزم افغانستان ته منسوبېږي، نو بیا ولې دا ډول پېښې اصلاً رامنځته کېږي؟»

په ورته وخت کې، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې پاکستان په سیمه کې د یوې نوې جګړې د پیلولو هڅه کوي. دوی ټینګار کوي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاستونو کې هېڅکله بدلون نه دی راغلی.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړو او کړکېچونو مسوولیت د پاکستان د پوځ او د هغه د استخباراتي ادارې (آی‌اېس‌آی) پورې اړه لري. دا وضعیت کولای شي د لا زیاتو ترینګلتیاوو او آن د نویو جبهاتو د جوړېدو لامل شي.»

مطالب بیشتر:  د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ نښتې؛ د پاکستان پر زړه د اسلامي امارت مرګوني بریدونه

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «اصلي موضوع دا ده چې په هغه هېواد کې د اڅکزي په څېر سیاستوالو خبرې چندان په پام کې نه نیول کېږي، او د دوی څرګندونې یوازې د حکومت په محدود چوکاټ کې پاتې کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو په وروستیو راکېټې بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه او عام‌المنفعه تاسیسات په نښه شوي او له امله یې، د ښځو او ماشومانو به ګډون ۳ ملکي وګړو ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *