د بدیلو لارو پراختیا هڅې؛ د منځنۍ آسیا له لارې افغانستان سره د چین نښلېدل

د بدیلو لارو پراختیا هڅې؛ د منځنۍ آسیا له لارې افغانستان سره د چین نښلېدل

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د اورګاډي شرکت د توکو د لېږد لپاره یو نوی څو‌اړخیز ترانزیټي مسیر فعال کړی، چې له مخې یې چین د منځنۍ آسیا له لارې افغانستان سره نښلوي. د راپورونو له مخې، د دې مسیر له لارې لومړی سوداګریز توکي د رېل‌پټلۍ شبکې په مرسته انتقال او ورپسې د باروړونکو لاریو په وسیله هرات ولایت ته رالېږدول کېږي.

دغه ترانزیټي دهلېز چې شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، کولای شي د مالونو د انتقال وخت راکم او په عین حال کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیاوړتیا او اقتصادي اتصال ته وده ورکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «په دې برخه کې هره هغه پروژه چې عملي کېږي او یا هر حرکت چې ترسره کېږي، کولای شي د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي. همدارنګه، په هېواد کې د نورو بنسټیزو او پراختیايي پروژو هم‌مهاله پلي کېدل به د افغانستان د اقتصاد د لا ودې زمینه برابره او د سیمه‌ییز اتصال او سوداګرۍ بهیر به نور هم پیاوړی کړي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر نور شنونکي ازبکستان د افغانستان لپاره یو ښه اقتصادي شریک بولي. دوی ټینګار کوي چې ازبکستان له هغو مهمو هېوادونو دی چې کولای شي له نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره د افغانستان ټرانزیټ پراخ کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ بیا په دې اړه زیاتوي: «له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د لارو پیاوړتیا د افغانستان پر سوداګرۍ ډېر مثبت اغېز لري، او د دغو لارو په پیاوړي کېدو سره به د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ سیاسي اړیکې هم لا پیاوړې شي.»

مطالب بیشتر:  سمنګان کې د سکرو ډبرو په کان کې چاودنې د درېیو کسانو ژوند اخیستی

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالهادي فرهنگ بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په وروستیو کلونو کې مثبت او د پام وړ ګامونه اخیستل شوي دي. تمه کېږي چې د ازبکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټي بهیر پیل او پراخ شي، او دغه مسیر به په راتلونکي کې روسیې او حتا اروپايي هېوادونو ته هم وغځېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پرې کېدو وروسته، افغانستان او د سیمې هېوادونه هڅې کوي چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې رامنځته کړي. د دغو اقداماتو موخه پر یوه مسیر د اتکا کمول او د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره د لا باثباته لارو پیاوړتیا ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *