د خبریالانو لپاره په سپینه ماڼۍ کې ترتیب شوې مېلسمتیا کې د ډزو رښتیني ماهیت په اړه د سيآیاې د پخواني افسر لاري جانسن څرګندونو نوي بحثونه راپورته کړي دي. هغه د «د امنیتي اصولو ښکاره نقض» ته په اشارې سره دا احتمال مطرح کړی، چې ښایي دا پېښه یوه عادي امنیتي مسئله نه وي.
لومړی مهم ټکی د پېښې له ځایه د مهمو کسانو د وتلو ترتیب دی. د امریکا د پټو خدمتونو د تثبیت شویو اصولو له مخې، چې د رونالډ ریګن له ترور وروسته جوړ او پیاوړي شوي، په هر حالت کې لومړیتوب د ولسمشر خوندیتوب ته ورکول کېږي. خو په دې پېښه کې د شته روایتونو له مخې، لومړی جېډي ونس له د پېښې له ځایه ایستل شوی، نه ډونالډ ټرمپ. د پوځي شنونکو په آند، له پرتوکول انحراف د جدي خبرداري نښه بلل کېږي.
دویم ټکی د پېښې رامنځته کېدو پر مهال د ټرمپ غیرمعمولي چلند دی. په داسې حال کې چې نورو حاضرو کسانو په یو ډول د پټېدو هڅې کولې. د راپورونو او خپارو شویو ویډیوګانو له مخې، ټرمپ د دې پېښې رامنځته کېدو پر مهال آرام ناست و او چاپېریال یې څاره. د شنونکو په نظر، په دا ډول وضعیت کې طبیعي غبرګون یا تېښته او یا هم خوندي ځای کې پناه اخیستل وي، خو د ټرمپ نه غبرګون او آرامتیا پوښتنې راپورته کړې او هغه دا چې، آیا د نوموړي لپاره د ګواښ کچه بل ډول ارزول شوې وه؟ که یا مخکې له مخکې د وضعیت د کنټرول په اړه خبر او ډاډمن و؟
درېیم مهم ټکی د څو امنیتي کمربندونونو په ناکامۍ راڅرخي. د لوړپوړو چارواکو په مراسمو کې، په ځانګړي ډول د واشنګټن په څېر ښار کې امنیتي کړۍ خورا ټینګه او له بېلابېلو امنیتي کړیو جوړه وي؛ له بهرني کنټرول نیولې د ننوتلو تر شېبې پورې خلک تلاشي او په خورا دقت سره څارل کېږي. د تلاشۍ پړاوونه، څرنګه چې ادعا کېږي په سم ډول نه وي عملي شوي، نو دوه تفسیرونه لرلی شي: لومړی جدي امنیتي ناکامي، دویم په قصدي ډول د کنټرول کچې کمول.
د پوځي شنونکو په نظره، کله چې په یوه وخت څو بېنظمۍ رامنځته شي، په ځانګړي ډول له پروتوکولي نقض نیولې تر غیرمعمولي چلند او امنیتي تشو پورې، نو ښایي دا ډول پېښې تصادفي نه، بلکې «مدیریت شوې» وي. په داسې سناریوګانو کې معمولي هدف د یوه کنټرول شوي ټکان رامنځته کول وي، څو ځانګړي سیاسي، امنیتي یا رسنیز نتایج ترلاسه شي.
د واشنګټن په وروستۍ پېښه کې یو څه باید له پامه ونه غورځول شي، هغه دا چې د «شکمنو نښو» او د «صحنهسازۍ اثبات» ترمنځ واټن ډېر زیات دی. د جعلي سناریو لپاره داسې شواهدو ته اړتیا وي لکه مخکې له مخکې همغږي شوي پلانونه، د رسمي روایتونو بدلول، یا په راپورونو کې مستند تضادونه؛ هغه څه چې تر اوسه په دې قضیه کې په قطعي ډول نه دي وړاندې شوي.
په ټوله کې، هغه څه چې دا پېښه یې مهمه کړې، یوازې ډزې نه دي، بلکې د ګنګوسو او ټکرونو هغه ټولګه ده چې د شک فضا پیاوړې کوي. دا وضعیت تر هر څه ډېر د اړوندو ادارو له لوري د روښانه وضاحت او دقیقو راپورونو اړتیا څرګندوي. د داسې شفافیت نشتوالي په صورت کې، که څه هم دا ډول پېښې به په بشپړ ډول روښانه او ثابتې نشي، خو د «صحنه سازۍ» احتمال په ګډون، بدیلې سناریوګانې هم د تحلیل او شننې برخه پاتې کېږي.
