عبدالسلام ضعیف له «آفاق» سره په مرکه کې: پاکستان ورځ تر بلې د بې‌ثباتۍ پر لور روان دی

عبدالسلام ضعیف له «آفاق» سره په مرکه کې: پاکستان ورځ تر بلې د بې‌ثباتۍ پر لور روان دی

له «آفاق» سره د ۱۰/۳/۱۴۰۵ نېټې په دې ځانګړې خپرونه کې، کوربه یوسف‌خان لالي په پاکستان کې د ا.ا.ا پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف سره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر ترینګلتیاوو او همداراز په منځني ختیځ کې پر روانو کړکېچونو بحث کړی.

د خپرونې په لومړۍ برخه کې، عبدالسلام ضعیف پاکستان ته په اشارې سره وویل چې په سیاسي او اقتصادي برخه کې یې ځان ته زیان اړولی دی، او همداراز هغه باور چې افغانانو پر دوی درلود، مړاوی شوی دی او د یو شریر ګاونډي په توګه پېژندل کېږي. د نوموړي په وینا، دوی له افغانستان څخه کومه تمه درلوده، هغه هیلې یې لاسته نه دي راوړي، او کومې غوښتنې چې لري، هغه غیرمشروع دي. د ده په وینا، اسلام‌اباد د تېر په پرتله اوس هغه پخوانی حالت نه لري، بلکې له سترو ناکامیو او کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دی، ځکه چې له پاکستان څخه کشمیر، بنګله‌دېش، بلوچستان او خیبر پښتونخوا په بشپړه توګه له لاسه وتلي او له بې‌ثباتۍ سره مخ دی. ضعیف ټینګار کوي چې دوی بې‌امنۍ پړه پر نورو اچوي، حال دا چې هېڅ هېواد دا حق نه لري چې د بل هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، او دا یې غیرمنطقي غوښتنه وبلله. د ده په خبره، کومه ګډوډي چې په کور دننه رامنځته شوې، هغه د دوی د ظلم او ستم پایله ده.

ضعیف د خپلو خبرو پر دوام وویل چې ګواکې ډېری سیاسي شنونکي پر دې باور دي چې پاکستان د سیمې د بې‌ثباتۍ لپاره له لوېدیځو پروژو ګټه اخلي؛ خو د نوموړي په باور دا ممکنه نه ده، خو هڅه یې شوې چې دا ډول هدف ترلاسه کړي.

مطالب بیشتر:  پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ټي‌ټي‌پي که د پاتې امریکایي تجهیزاتو له منځه وړلو سناریو؟

د خپرونې په جریان کې، د ډیورند فرضي کرښې په تړاو وویل چې په دې کرښه کې انګریزانو داسې ظلم کړی لکه پر یو زړه چې چاړه کېښودل شي او پرې شي. د ضعیف په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د یادې کرښې پرېکړه نه اسلام‌اباد او نه هم کابل کولای شي، بلکې دا د لوړو بنسټونو، لکه ملګرو ملتونو، کار دی او باید دا ستونزه حل کړي. همداراز یې د پاکستاني چارواکو هغو څرګندونو ته، چې ګواکې په افغانستان کې د دوی نظامي عملیات به دوام ولري، وویل چې دا به د اسلام‌اباد په لوی زیان تمام شي. د ده په خبره، وخت ناوخت ضد او نقیض څرګندونې د دې لامل کېږي چې د دوی اقتصاد ته زیان ورسېږي.

بل‌خوا، ضعیف د محمد محقق هغو څرګندونو ته غبرګون وښود چې ویلي یې وو د ډیورند فرضي کرښه رسمي پوله ده. د نوموړي په وینا، محقق دا خبره ځکه کړې چې پاکستان ترې ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه چې دا ډول کسان هېڅ ارزښت نه لري چې دا ډول څرګندونې کوي، او ټینګار یې وکړ چې دا هېڅکله رسمي کرښه نه ده او نه به وي، ځکه ناټو هم د خپل ځواک سره کوم بدلون پکې رانه وست، چې دا د پاکستان لپاره ډېره سخته خبره ده.

د خپرونې په وروستیو شېبو کې، د منځني ختیځ د روان وضعیت په تړاو وویل چې امریکا په لومړي ګام کې تېروتنه وکړه، ځکه چې د اسراییلو په خوښه یې پر ایران بریدونه ترسره کړل، چې په پایله کې واشنګټن له سترې ناکامۍ سره مخ شو او په سیمه کې ورته شرمونکی حالت رامنځته شو. د ده په وینا، دا یوازې ماتې نه ده، بلکې د امریکا حیثیت یې په سیمه کې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. نوموړي زیاته کړه چې واشنګټن نور جګړه نشي کولای او ټینګار یې وکړ چې د تهران او واشنګټن ترمنځ هوکړه نږدې ده.

مطالب بیشتر:  په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد اقتصاد ۴.۳ سلنه وده وکړه

پایله:
د عبدالسلام ضعیف د لیدلوري له مخې، ویلای شو چې پاکستان ورځ تر بلې د بې‌ثباتۍ پر لور روان دی او په سیاسي او اقتصادي برخو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. همداراز، واشنګټن د اسراییلو له امله په جګړه کې ښکېل شو او بالاخره د امریکا د ناکامۍ لامل شو، چې اوس مذاکراتو ته اړ شوی او غواړي له دې کړکېچ څخه ځان خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *