د امریکا متحده ایالتونو بهرنۍ تګلاره په معاصر تاریخ کې، څو ځله داسې مسیر ته دننه شوې، چې پیل یې د پوځي ځواک پر باور شوی، خو پای یې بیا په پېچلو سیاسي او ټولنیزو ستونزو کې له ښکېلتیا سره مل و. د ویتنام له جګړې شروع بیا تر افغانستان او عراق پورې او اوس د ایران جګړه، هغه تکراري نمونې دي، چې امریکا هېڅکله ترې زدهکړه نه ده کړې. امریکا په لومړیو کې په خورا چټک ډول جګړو ته ننوتلې، تل یې خوشبینانه محاسبې کړې، خو بیا وروسته په داسې بحرانونو کې ډوبه شوې، چې بېرته وتلو یې کلونه وخت نیولی او غوره بېلګه یې پر افغانستان یرغل ګڼلی شو، چې پرته له کومې محاسبې یې په ۲۰۰۱ کال کې پیل، خو بالاخره په ۲۰۲۱ کال کې په خورا بېړه او بد حالت کې پرته له کومې محسوسې لاستهراوړنې ووتله.
د ویتنام جګړه، د امریکا لپاره لومړنۍ «کنده» او د تصور او واقعیت ترمنځ د واټن ښکاره بېلګه وه. ویلیام وستمورلنډ، چې په ویتنام کې د امریکایي ځواکونو قوماندان و، یو وخت ویلي وو چې «د تونل په پای کې رڼا ښکاري» هغه عبارت چې وروسته بیا د ناسمې خوشبینۍ سمبول شو؛ خو په حقیقت کې، جګړه د هرې ورځې په تېرېدو لا پېچلې او ستړې کوونکې کېده. کلونه وروسته، رابرټ مکنامارا په ښکاره اعتراف وکړ چې واشنګټن «د ویتنام په اړه په خپل قضاوت کې سخته تېروتنه کړې وه». دا اعتراف د لومړنیو ارزونو او واقعي وضعیت ترمنځ د ژور واټن منعکس کوونکی و.
لسیزې وروسته، همدا نمونه په افغانستان کې تکرار شوه. کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته ننوتله، اعلان شوی هدف یې د ترورېزم له منځه وړل او ثبات رامنځته کول وو؛ خو دا جګړه ډېر ژر په یوه اوږده او پېچلې نښته بدله شوه. سټنلي مککریسټل، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخوانی قوماندان و، وروسته ومنله چې «موږ سم درک نه درلود او له هغه څه چې مو کول، روښانه انځور نه و». همدارنګه، ډګلاس لوټ وویل: «موږ نه پوهېدو څه کوو… موږ له افغانستانه هېڅ بنسټیز درک نه درلود». دا څرګندونې ښيي چې حتا په لویه کچه هم په پرېکړو کې ابهام او ګډوډي موجوده وه.
امریکا په عراق کې هم له ورته وضعیت سره مخامخ شوه. متحده ایالاتو په ۲۰۰۳ کال کې د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو په پلمه پر عراق برید وکړ، خو دا یرغل ډېر ژر په څو پوړیزه «کنده» بدل شو. ټامي فرانکس، چې د لومړنیو عملیاتو قوماندان و، وروسته وویل چې د «جګړې وروسته» پړاو لپاره کافي پلان نه و نیول شوی. په همدې حال کې، جان ابیزید خبرداری ورکړی و، چې د بهرنیو ځواکونو اوږدمهاله حضور کولی شي خپله د بېثباتۍ لامل شي. دا خبرداری که څه هم ورکړل شوی و، خو په عمل کې یې د پالیسۍ عمومي مسیر بدل نه کړ.
په اوسنیو شرایطو کې چې له ایران سره ترینګلتیاوو زور اخیستی او د پوځي حضور د پیاوړتیا او د وسلو د پراخ پلور نښې لیدل کېږي، یو شمېر امریکایي شنونکي او حتا پخواني پوځي چارواکي د همدې تېروتنو د بیا تکرار خبرداری ورکوي. سناتور برني سنډرز تازه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې که ایران سره جګړه اوږده شي، ښایي تر یو ټریلیون ډالرو پورې لګښت ولري. هغه د عراق جګړې (۲.۱ ټریلیون ډالر) او د افغانستان جګړې (۲.۳ ټریلیون ډالر) لګښتونو ته په اشارې سره خبرداری ورکړی چې «تل د جګړې لپاره پیسې شته، خو هېڅکله د کور، زدهکړو او د کارګرانو د اړتیاوو لپاره کافي پیسې نه وي». هغه ټینګار کړی چې موږ باید خپل ملي لومړیتوبونه بدل او دا کار به وکړو.
تېرو تجربو ښودلې، چې په منځني ختیځ کې نوې جګړې ته ننوتل، ښایي ډېر ژر په یو «لویه کنده» بدله شي؛ هغه کنده چې نه یوازې بېرته ترې وتل به ستونزمن وي، بلکې اغېزې یې کولی شي ټوله سیمه او حتا نړیوال اقتصاد اغېزمن کړي.
په دې تګلاره کې د امریکا پر سیاستونو اصلي نیوکه د ځواک او مداخلې پر لیدلوري راڅرخي. په ډېرو مواردو کې، واشنګټن داسې انګیري، چې د پوځي ځواک په مرسته کولی شي د نورو هېوادونو سیاسي او ټولنیز جوړښتونه له سره طرحه کړي. خو تجربې ښودلې چې دا ډول چلند ډېری وخت برعکس پایلې لري. ټولنې تر دې هم ډېرې پېچلې دي چې د بهرنۍ لاسوهنې او پوځي وسیلو له لارې دې په چټکۍ بدلې شي.
له بلې خوا، دې بهرنیو لاسوهنو درنې انساني بیې هم لرلې دي. له ویتنامه تر افغانستان او عراق پورې، میلیونونه خلک په مستقیم ډول د جګړو تر اغېز لاندې راغلي دي؛ له وژل کېدو او ټپي کېدو نیولې تر بېځایه کېدو او د پرمختګ د فرصتونو تر ضایعه کېدو پورې. د دې ترڅنګ، د امریکا دې جګړو په کور دننه هم پراخې اغېزې لرلې دي، له درنو اقتصادي لګښتونو نیولې بیا د جګړې کرښې ته د ستنېدونکو سرتېرو د کورنیو تر ټولنیزو او رواني ستونزو پورې.
بله مهمه مسئله په امریکا کې د پرېکړو جورښتي رول دی. د جیوپولیټیکي ملاحظاتو، کورنیو فشارونو او د پوځي صنعت د ګټو یو ګډ ترکیب د دې لامل شوی، څو پوځي انتخاب لا هم د بهرنۍ پالیسۍ د اصلي وسیلې په توګه پر ځای پاتې شي. په داسې حال کې چې تېرې تجربې بیا بیا ښيي چې دا ډول چلند کولی شي هېواد په اوږدمهاله او ګرانبیه بحرانونو کې ښکېل کړي.
په پای کې، تر ټولو مهم درس چې له دې تاریخ یې اخیستلی شو، دا دی چې «کندې» ته هغه مهال سړی لوېږي، چې واقعي شرايط له پامه وغورځول شي. جګړې ته ننوتل ښايي د ساده محاسبو پر بنسټ وي، خو وتل ترې ژور درک، سټراټیژیک زغم او د غیرپوځي وسیلو کارولو ته اړتیا لري.
نن سبا، نړۍ تر بل هر وخت ډېره ډیپلوماسۍ، همکارۍ او متقابل درک ته اړتیا لري. که واشنګټن د تېرو تېروتنو تکرار ته دوام ورکړي، نو دا خطر شته چې ښایي یو ځل بیا یوې «نوې کندې» ته ولوېږي؛ هغه ژوره کنده چې دا ځل به یې پایلې خورا پراخې او نه اټکل کېدونکې وي.
