پر کابل د اسلام‌آباد تورونه؛ واقعیت که د امنیتي ناکامیو پټولو هڅې؟

پر کابل د اسلام‌آباد تورونه؛ واقعیت که د امنیتي ناکامیو پټولو هڅې؟

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې چې اسلامي امارت وروستیو کې، پاکستان سره فرضي کرښې ته څېرمه په ځینو بریدونو او ناامنیو کې لاس لري. هغه همدارنګه ویلي چې اسلامي امارت د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي.

په ورته وخت کې، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان د پخوانیو چارواکو او پرېکړه‌کوونکو کړیو ته د نږدې څېرو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې اترې پیل شوې دي. د دغو خبرو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیاوو کمول او د باور جوړونې لپاره د زمینې برابرول بلل شوي دي. خو اسلامي امارت تر اوسه په رسمي ډول د دغو خبرو د پیل پخلی نه دی کړی.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی په دې تړاو آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «دا خبرې اترې د باور د نشتوالي او د دواړو خواوو د وسیله‌محور چلند له امله، ښایي دوامداره پایلې ته ونه رسېږي او یوه متوازن او عملي تړون ته د رسېدو امکان ډېر کم دی.»

په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر نور شنونکي په دې باور دي، چې د دواړو لورو ترمنځ د باور نشتوالی، د پاکستان له لوري د بېلابېلو ډلو ملاتړ او د ډیپلوماسۍ اصولو ته د دغه هېواد نه ژمنتیا، د هر ډول خبرو اترو د دوامدارې پایلې پر وړاندې خنډ ګرځي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «اوسنۍ روانې خبرې اترې ښايي یوې قاطع او دوامداره پایلې ته ونه رسېږي، خو ممکن په لنډمهاله توګه د تاوتریخوالي د کمېدو سبب شي، ځکه تېرې تجربې او د دواړو خواوو ترمنځ ژوره بې‌باوري ښيي چې دا خبرې تر ډېره د لنډمهاله بحران د مدیریت تر کچې پاتې کېږي.»

مطالب بیشتر:  د لندن په غونډه کې د امریکا غیبت او د روسیې غوسه: د اوکراین د سولې کلۍ د چا په لاس کې ده؟

د یادونې وړ ده چې دا خبرې اترې د سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو په ګډون څلورم داسې نوښت بلل کېږي، چې تر دې وړاندې په چین، سعودي عربستان، دوحه او استانبول کې ترسره شوې وې. دا بهیرونه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو کابو کولو هڅو په چوکاټ کې پر مخ وړل کېږي، خو داسې ښکاري چې تر اوسه یې پایلې دوامداره او عملي نه وې .

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *