د بهرنیو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په دوام، د هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند آفاق خبري اژانس ته ویلي چې د اسلامي امارت د بهرني سیاست په چوکاټ کې، دغه وزارت له یو شمېر اروپایي هېوادونو سره په اړیکه کې دی او د مهمو دوهاړخیزو مسایلو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
عبدالمتین قانع زیاته کړې چې په ترسره شویو غونډو کې له اروپایي استازو سره پر بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول سیاسي مسایلو، له نشهيي توکو سره مبارزې، د کډوالو مدیریت او د ګډو همکاریو پیاوړتیا په اړه بحث شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه زیاته کړه: «د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنۍ پالیسۍ په چوکاټ کې، موږ په طبیعي ډول د سیمې او ګاونډیو له هېوادونو او همدارنګه له ځینو اروپایي هېوادونو سره ګڼې ګډې ډیپلوماټیکې ناستې ترسره کړې دي. په دې ناستو کې بېلابېل سیاسي موضوعات، له هغې ډلې د مخدره توکو مسئله او د کډوالو ستونزه، تر بحث لاندې نیول شوې دي.»
اسلامي امارت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له اروپایي هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي. خو اساسي پوښتنه دا ده چې آیا د دغو اړیکو پراختیا کولی شي د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ته لار هواره کړي؟
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ آفاق خبري آژانس سره د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «د اروپایي ټولنې ځینې غړي هېوادونه په دې پلمه چې یو شمېر افغان کډوالو په اروپا کې د پناه غوښتنې دوسیو منفي ځوابونه ترلاسه کړي او ټاکل شوې افغانستان ته بېرته ولېږل شي، هڅه کوي له اسلامي امارت سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې او دوامداره وساتي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ټلګراف ورځپاڼې تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو د طرحې د څېړنې په ترڅ کې، د اسلامي امارت او بریټانیا ترمنځ خبرې اترې شوې دي. د دې ورځپاڼې په وینا، د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت هم تایید کړې وه چې په کابل کې د بریټانیا له چارواکو سره د افغان پناه غوښتونکو د احتمالي بېرته ستنېدو په اړه خبرې اترې ترسره شوي دي.
