د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې له پیل د ۳۴ ورځو په تېرېدو سره، لا هم ښکېلې خواوې پر یو بل سخت ګوزارونه کوي او ایران تېره ورځ د «وعده صادق ۴» بریدونو په لړ کې، پر اسراییلي رژیم تر ټولو سخت ګوزارونه کړي دي. دا چې د دې جګړې په ماهیت کې د بدلون نښې ورځ تر بلې څرګندیږي؛ په پیل کې داسې تصور کېده، چې دا جګړه به لنډه وي او په چټکۍ سره به پایته ورسېږي، خو د ایران مقاومت او هممهاله په څو جبهو کې د جګړې وړتیا، اوس دا جګړه په څو اړخیزه شخړه بدله کړې او جیوپولیټکي ابعاد یې نور هم د پراختیا په حال کې دي.
د امریکا او ایران د جګړې په اړه د نړۍ د ۸۰ مهمو څېړنیزو مرکزونو له خوا د خپرو شویو تحلیلونو پر بنسټ، یوه مهمه تحلیلي اجماع رامنځته شوې؛ داسې اجماع چې د امریکا او اسراییل د سټراټیژیکې ناکامۍ پر موضوع راڅرخي. دا ارزونې یوازې سیاسي یا تبلیغاتي بڼه نه لري، بلکې د جګړې په ډګر کې د شته واقعیتونو، نظامي معلوماتو او سټراټیژیکو بدلونونو پر بنسټ ولاړې دي.
د دغو تحلیلونو یو مهم ټکی د «تاکتیکي» بریاوو او «سټراټیژیکو» ناکامیو ترمنځ توپیر دی. سره له دې چې امریکا او اسراییل پرمختللي نظامي تجهیزات په واک کې لري، خو هغسې چې لازمه وه، ونه توانېدل د ایران پوځي وړتیاوې کمزورې کړي، بلکې برعکس ایرانی لوری د هرې ورځې په تېرېدو سره په جبهه کې برلاسی کېږي او د اسراییلي رژیم په ګډون یې، په سیمه کې د امریکا پوځي اډو ته سخت زیانونه اړولي دي. د دې ترڅنګ، د کومو سټراټیژیکو اهدافو لپاره چې دا جګړه پیل شوې وه، لا تر اوسه امریکایي لوري یو هم نه دی ترلاسه کړی او ټوله هڅه یې دا ده، چې د یوې پلمې په جوړولو سره د جګړې له ډګر پښې سپکې کړي.
په سټراټیژیکه کچه، هغه موخې لکه د ایران د سیاسي نظام نسکورول، د دفاعي وړتیاوو له منځه وړل، او یا هم له کوم قید او شرط پرته تسلیمېدل، نه یوازې دا چې ترلاسه شوې نه دي، بلکې په ځینو مواردو کې یې برعکس پایلې ورکړې دي. د ایران قوي داخلي یووالی، په چټکه توګه د زیانونو جبران او د جګړې د مدیریت وړتیا، هغه عوامل دي چې د دغه هېواد د ثبات په ساتلو کې یې مرسته کړې ده.
د دغو څېړنیزو بنسټونو د تحلیلونو بله مهمه برخه د جګړې «ناانډوله» بڼه ده. ایران د پېچلو او ځیرکو تګلارو له لارې، په ځانګړې توګه د انرژۍ د لېږد په برخه کې د هرمز تنګي په څېر د مهمو لارو بندولو پر مټ، توانېدلی د ځواک توازن بدل او د جګړې په ډګر کې نه یوازې پر امریکا، بلکې پر ټوله نړۍ فشار راوړي. د دې سټراټیژیکې لارې د امنیت په ټینګښت کې بېوسي، د امریکا او د هغوی د متحدینو لپاره تر ټولو ستره ننګونه بلل کېږي.
د دې ترڅنګ، لسګونه څېړنیز بنسټونه په دې باور دي، چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه اوسمهال یوه داسې پړاو ته رسېدلې، چې نه یوازې پر متحده ایالتونو، بلکې د هغوی پر متحدینو یې هم فشار زیات کړی دی. د لومړنیو اټکلونو برعکس چې په چټکۍ د بریا تمه کېده، اوس د جګړې اوږدېدل او امریکایي لوري سره خبرو او مذاکراتو ته د ایراني لوري نه چمتووالي، پر امریکا او اسراییلي رژیم سیاسي، اقتصادي او ټولنیز فشارونه زیات کړي دي. په داسې حالاتو کې، هغه لوری چې د سرچینو د مدیریت او د فشارونو د زغملو لوړ ظرفیت ولري، برلاسی پاتې کېږي.
اوس چې امریکا له دې جګړې د تېښتې په هڅه کې ده، مهمه او اساسي پوښتنه دا ده، چې متحده ایالات به څنګه له دې جګړې پښې سپکوي؟ د چارو شنونکي باور لري، چې امریکا او متحدین یې له دې جګړې د تېښتې دوه انتخابه لري: لومړی دا چې له دې جګړې به د یوې لاستهراوړنې پر اساس وځي؛ داسې لاستهراوړنه چې د امریکایي ولس او نړۍ لپاره څه ناڅه د باور او قناعت وړ وي؛ دویم انتخاب چې احتمال یې هم خورا زیات دی، د ټرمپ اداره به پرته له کومې لاستهراوړنې د جګړې پای اعلانوي او دا به د امریکا په تاریخ کې د واشنګټن او د هغوی د متحدینو لپاره تر ټولو ستره او شرموونکې ماتې وي او دا چاره به پر واشنګټن د متحدینو، په ځانګړي ډول د ناټو غړو هېوادونو باور نور هم راکم کړي. د چارو شنونکي زیاتوي، چې امریکا په خپل لومړي هدف کې پاتې راغلې او د ۳۴ ورځو په تېرېدو سره یې، نه یوازې دا چې خپل اهداف نه دي ترلاسه کړي، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره ایران د جګړې په ډګر کې برلاسی کېږي.
په ټوله کې، دا جګړه چې په پیل کې لنډه او محدوده بلل کېده، اوس په یوه اوږده او څو اړخیزه شخړه بدله شوې ده. د نړۍ د شاوخوا ۸۰ مهمو څېړنیزو بنسټونو د تحلیلونو له مخې، سره له دې چې امریکا او متحدین یې تاکتیکي برلاسي لري، خو په سټراټیژیکه کچه خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او د جګړې بهیر تر اوسه د ایران په ګټه راڅرخي. د جګړې اوږدېدو، مذاکراتو ته د ایراني لوري نه چمتووالی، پراخ لګښتونه او د انرژۍ لېږد په برخه کې د فشارونو زیاتوالي نه یوازې دا چې د امریکا پوځي وړتیاوې تر پوښتنې لاندې راوستې دي، بلکې له واشنګټن یې د تېښتې لار هم ورکه کړې او د ټرمپ اداره نه پوهېږي چې څنګه له دې حالته راووځي؟
