سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو لپاره کلنۍ مېلمستیا، چې هر کال له سیاسي ټوکو – ټکالو او نرم چلند سره مل وي، د روان ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۵تم ماښام، دا مېلمستیا د واشنګټن په هیلټون هوټل کې ناڅاپه په یوې امنیتي او ترینګلې صحنې بدله شوه.
د راپورونو له مخې، د شپې شاوخوا ۸:۳۰ بجې وې، چې د مراسمو له رسمي پیل څو دقیقې وروسته، یو وسلهوال کس د امنیتي ځواکونو چکپاینټ ته ورنږدې شو. دغه ۳۱ کلن کس چې توماس آلن نومېږي او د کالیفورنیا ایالت اوسېدونکی دی، له یوه ښکاري ټوپک او څو چاقوګانو سره د تلاشي پوستې پر لور وخوځېده او پر امنیتي ځواکونو یو ډز وکړ.
امنیتي ځواکونو مخکې له دې چې هغه اصلي تالار ته ورسېږي، پر ځمکه راوغورځاوه. په دې منځ کې، د پټو خدمتونو یو مامور د هغه له لوري په ډزو وویشتل شو، خو د مرمۍ ضد واسکټ یې ژوند وژغوره. امنیتي چارواکو ټینګار کړی چې د دغه مامور روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په مراسمو کې یې حضور درلود، په خپل لومړني غبرګون کې هڅه وکړه دا پېښه د یوې ناڅاپي خو کنټرول شوې تجربې په توګه وښيي. هغه وویل: «ما فکر وکړ چې څه شوي… یو لوړ غږ و او له یو څه لرې واټنه راتله.» څو ساعته وروسته یې، په خبري غونډه کې دا پېښه لا روښانه کړه او ویې ویل: «سړی نیول شوی دی. هغه ډېر ناروغ انسان دی.» هغه بریدګر «یوازینی عامل» او «په بشپړه توګه لېونی» وباله. نوموړي دا هم وویل چې غوښتل یې په مراسمو کې پاتې شي، خو «د پروتوکول له مخې ورته سپارښتنه وشوه چې ځای پرېږدي، ځکه څرګنده نه وه چې یوازې یو بریدګر و که نور هم شته.»
امنیتي چارواکو هم د امنیتي سیستم پر اغېزمنتیا ټینګار وکړ. د واشنګټن د پولیسو سرپرست مشر، جیفري کارول، وویل: «یوازې د مرمۍ ډزې دا مانا نه لري چې په امنیتي تدابیرو کې نیمګړتیا وه.» د واشنګټن ښاروالې هم وویل چې د نورو بریدګرو هېڅ نښه نه ده لیدل شوې او لومړني شواهد د یوه واحد عامل ښکارندويي کوي.
په قضايي برخه کې، د نیول شوي کس دوسیه په چټکۍ روانه ده. د څارنوالۍ مسوولین وایي، شکمن د تاوتریخوالي پر مهال د وسلې کارولو او پر فدرالي مامور د خطرناکې وسلې په وسیله د برید په ګډون له څو تورونو سره مخ دی، او ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ (۷ ثور) فدرالي محکمې ته وړاندې شي.
دا د پېښې رسمي لنډیز دی چې معتبرو رسنیو لکه بيبيسي فارسي، نیویارک ټایمز او سيانان خپور کړی دی. خو له پېښې وروسته سمدستي، په امریکا او نړۍ کې په ټولنیزو رسنیو کې لویې پوښتنې راپورته شوې. ډېرو کاروونکو دا پېښه «نمایشي» یا «دروغجنه سناریو» بللې ده. د شک اصلي دلیلونه دا دي: لومړی، څنګه یو وسلهوال کس له دومره وسلو سره د دومره سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې د هوټل تر چکپاینټ ورسېد؟ دویم، یوازې یو مامور ټپي شو او هېڅ جدي تلفات نه وو. درېیم، د سپینې ماڼۍ د ویاندې کارولین لیویټ هغه وایرال شوې ویډیو چې څو ساعته مخکې یې ویلي وو: «نن شپه به ډزې هم وي» (د ټرمپ توندې وینا ته اشاره)، چې اوس د ځینو له لوري د مخکېني پلان نښه بلل کېږي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي پوښتنه کوي: ایا دا د ټرمپ له لوري یوه نمایشي پېښه وه تر څو د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې ترې ګټه واخلي؟ یا ښايي وغواړي له نورو موضوعاتو لکه د اپسټین قضیه یا د ایران له جګړې د خلکو پام واړوي؟ ټرمپ خپله هم په خپلو پوسټونو کې ژر ځان اتل وښود او د شکمن عکسونه او ویډیو یې خپاره کړل. ځینې دا چلند نمایشي بولي.
تاریخي بېلګې هم شکونه زیاتوي. د ۲۰۲۴ کال د بټلر ډزې، چې مرمۍ د ټرمپ له غوږه تېره شوه او هغه سملاسي لاس پورته کړ، یو سمبولیک انځور شو، خو د ډېرو لپاره د ټاکنیز پروپاګند په توګه تعبیر شو. اوس دا په درېیو کلونو کې درېیمه پېښه ده چې ټرمپ له خطر سره مخ کېږي، او دا موضوع شکونه نور هم پیاوړي کوي.
سره له دې، رسنیو د نمایشي هڅې په اړه هېڅ کره شواهد نه دي وړاندې کړي. د افبيآی ادارې او د امریکا د پټو خدمتونو چارواکو ټینګار کړی چې آلن یوازینی عامل و او د هغه انګېزه لا هم روښانه نه ده. څېړنې روانې دي او تمه ده چې کالیفورنیا کې د هغه له اپارتمانه نور جزیات ترلاسه شي. هغه د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ فارغ او د ویډیويي لوبو جوړوونکی و او مخکېنی جرمي مخینه هم نه لري.
خو دا پېښه د نمایشي هڅې په توګه لا هم په ټولنیزو رسنیو کې ګرمه ده او ډېری خلک او ډېری خلک د افبيآی وروستي راپور ته سترګې په لار دي. ایا دا رښتیا د یوه ناروغ کس برید و که د ټرمپ له لوري یوه ځیرکه سیاسي ننداره؟ دا هغه پوښتنه ده، چې وخت او راتلونکې څېړنې به یې ځواب کړي. اوس مهال، د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا پروګرام ځنډېدلی او واشنګټن لا هم د دې ترینګلې شپې له پایلو سره مخ دی.
