د «د اسټېټس من» خپرونې د وروستۍ لیکنې له مخې، پاکستان هڅه کوي چې د وروستیو جیوپولیټیک بدلونونو څخه په ګټې اخیستنې سره په سیمه کې خپل ډیپلوماټیک دریځ لوړ کړي؛ خو د لیکوال په باور، د دغه هېواد تر ټولو ستر ګواښونه له بهره نه، بلکې دننه دي.
په لوېدیځه اسیا کې جګړه، د امریکا د رول زیاتېدل، د سعودي عربستان مالي ملاتړ او د سوداګریزو دهلېزونو او طبیعي سرچینو پر سر سیالۍ، اسلاماباد ته د سیاسي نفوذ د زیاتولو فرصتونه برابر کړي؛ خو دا فرصتونه لنډمهاله دي او د کورني ثبات ځای نه شي نیولی.
داسې نښې څرګندې شوې دي چې د پاکستان اقتصاد په وروستیو میاشتو کې ښه شوی دی. د بېلګې په توګه د انفلاسیون کمېدل، د بهرنیو اسعارو د زېرمو زیاتېدل، اقتصادي وده او د نړیوال وجهي صندوق او سعودي عربستان د ملاتړ دوام؛ خو بیا هم بنسټیزې ستونزې پر ځای پاتې دي.
درانه پورونه، کمه پانګونه، لږعاید، مالیاتي نظام، د انرژۍ ناورین او کمزوري صادرات د دغه هېواد د دوامدار پرمختګ له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي. د لیکوال له نظره، سیمهییز نفوذ هغه وخت دوام پیدا کولی شي چې اقتصاد او کورنۍ حکومتولي پیاوړې شي، نه دا چې یوازې بهرني ملاتړ ته زړه ښه شي.
په امنیتي برخه کې پاکستان له څو ناورینونو سره مخ دی. په بلوچستان کې د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ (BLA) لا هم د امنیتي ځواکونو، زیربناوو او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) اړوند پروژو پر ضد روانو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د جعفر اکسپریس د اورګاډي برمته کېدو په څېر بریدونه ښيي چې د پراخو امنیتي عملیاتو سربېره، دغه ډله لا هم د پام وړ عملیاتي وړتیا لري. لیکوال د دې ناورین ریښه یوازې امنیتي نه بولي، بلکې هغه د سیاسي ناخوښیو، اقتصادي محرومیت احساس او د بلوچستان د طبیعي سرچینو د استفادې پر څرنګوالي د اعتراضونو پایله ګڼي.
له بلې خوا، تحریک طالبان پاکستان (TTP) د دغه هېواد له مهمو امنیتي ګواښونو څخه ګرځېدلی دی. دې ډلې په وروستیو کلونو کې خپل جوړښت بېرته پیاوړی کړی او په ځانګړي ډول یې د پوځي او امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات کړي دي.
لیکوال باور لري چې بېکاري، کمزورې حکومتولي، د اقتصادي فرصتونو نشتوالی او په لرې پرتو سیمو کې د دولت محدود حضور، دې ډلې ته د جلب او جذب زمینه برابره کړې ده او دا ښيي چې یوازې پوځي لارې د دې ناورین د حل لپاره بسنه نه دي.
د اسلاماباد او کابل ترمنځ ترینګلي اړیکو هم امنیتي وضعیت لا پېچلی کړی دی. پاکستان افغان حکومت تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکوي او په ځواب کې یې له پولې هاخوا بریدونه کړي دي؛ خو دغه اقداماتو نه یوازې ګواښ له منځه نه دی وړی، بلکې د دواړو هېوادونو اړیکې یې لا خرابې کړې دي.
د افغان کډوالو پراخه جبري ستنېدنه او سوداګریزو محدودیتونو هم روانې ترینګلتیاوې زیاتې کړې دي.
دغه راپور د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او ګلګت ـ بلتستان کې د زیاتېدونکو ناکراریو یادونه هم کوي. هغه اعتراضونه چې په پیل کې د اقتصادي غوښتنو؛ لکه د برېښنا د بیې لوړوالي او د اوړو د کمښت له امله پیل شوي وو، ورو ورو د سیاسي خوځښتونو د زیاتوالي، د حکومتولۍ د اصلاحاتو او د دولتي ادارو د حساب ورکونې غوښتنو ته پراخ شوي دي.
شنونکي باور لري چې د دغو سیمو سیاسي جوړښت د ځايي اوسېدونکو رښتینې استازولي کمزورې کړې ده او د اعتراضي ډلو پر فعالیتونو لګېدلو محدودیتونو هم اندېښنې زیاتې کړې دي.
په پایله کې، لیکوال ټینګار کوي چې پاکستان له یو سټراټژیک انتخاب سره دی؛ یا به لا هم د ډیپلوماتیک نفوذ زیاتولو او امنیتي وسیلو په کارولو سره د کورنیو ستونزو د مدیریت هڅه کوي، یا به د سیاسي اصلاحاتو، اقتصادي پراختیا، پراخ ګډون او د حکومتولۍ د پیاوړتیا له لارې د کورنیو ناخوښیو ریښې له منځه وړي.
د لیکوال په باور، دوامدار ثبات او په سیمه کې د غښتلي لوبغاړي جوړېدو لپاره یوازینۍ لار د کورنیو ستونزو حلول دي؛ ځکه بهرنی نفوذ له کورني ثبات پرته دوام نه شي کولی.
