له ایران سره د امریکا جګړه؛ له ټرمپ څخه ناخوښي لوړه شوې

له ایران سره د امریکا جګړه؛ له ټرمپ څخه ناخوښي لوړه شوې

 

 

سره له دې چې د هرمز تنګي پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم پر ځای دي، تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او عمان ترمنځ د دغه تنګي د مدیریت او همداراز د لنډمهاله خوندي لارې د رامنځته کېدو په اړه وروستیو خبرو اترو ته غبرګون ښودلی او مسقط یې په بمبارۍ ګواښلی دی. په داسې حال کې چې ټرمپ خپله په جون میاشت کې د یوه یادښت په لاسلیکولو سره، د هرمز تنګي د مدیریت په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې وه.

د دې ترڅنګ، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې تېره اوونۍ یې هرمز تنګی د امریکا خاوره اعلان کړی و، یو ځل بیا ټینګار کړی چې د امریکا د خاورې په توګه د دې سیمې اعلانول خوښوي او په خبره یې، متحده ایالتونه د محاصرې له لارې دا مهال پر دې تنګي بشپړ کنټرول لري.

«هو، زه یوازې فکر کوم چې دا یو ډېر ښه نظر دی. موږ محاصره لرو او د همدې محاصرې له لارې یې کنټرولوو. زه دا نظر خوښوم چې دا سیمه د امریکا د خاورې په توګه اعلان شي. هغوی کولی شي ستونزې جوړې کړي. هغوی کولای شي په اوبو کې ماین کېږدي، خو خلک نه خوښوي چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت بېړۍ یې له ماینونو سره مخ شي».

په ورته وخت کې، د رویټرز او ایپسوس ګډه نظرپوښتنه ښيي چې له ایران سره د جګړې له امله د ډونالډ ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

مطالب بیشتر:  د ایران پخوانی مشر علي خامنه‌یي په مشهد کې خاورو ته وسپارل شو

«د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د کړنو د تایید کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې، چې د هغه د ولسمشرۍ تر ټولو ټیټه کچه ده. ۸۰ سلنه امریکایان اندېښمن دي چې له ایران سره د امریکا جګړه ښايي اوږده شي او یوازې ۳۳ سلنه امریکایانو د ټرمپ د ولسمشرۍ له کړنو ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې ۶۴ سلنې یې ورسره مخالفت څرګند کړی دی».

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره د سوله‌ییزو هلو ځلو په لړ کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو پر هواري ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ترکیه چمتو ده په دې برخه کې ونډه واخلي.

«د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ د کړکېچ په اړه له ډیپلوماسۍ ګټه اخیستل ډېر مهم دي، موږ هیله لرو چې خبرې دوام ومومي، او ترکیه به د سولې له هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي».

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو په پار هلې ځلې لا هم دوام لري، خو تر اوسه د دواړو لوریو ترمنځ مستقیم مذاکرات نه دي پیل شوي. د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي جرد کوشنر ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې لا هم «مثبتې» او د پام وړ دي، خو ایران تر اوسه داسې هوکړې ته چمتووالی نه دی ښودلی چې د امریکا غوښتنې پکې ومنل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *