د ایران او امریکا جګړه؛ په یو اړخیزه توګه د اوربند غځېدو ته د تهران غبرګون

د ایران او امریکا جګړه؛ په یو اړخیزه توګه د اوربند غځېدو ته د تهران غبرګون

د تهران او واشنګټن ترمنځ د دوو اونیو لپاره د لنډمهاله اوربند له پای‌ته رسېدو څو ساعته وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ناڅاپي پرېکړې سره، له ټاکلې مودې پرته په یو اړخیز ډول د اوربند غځېدو اعلان وکړ. د امریکا ولسمشر ویلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر او د یاد هېواد د پوځ مشر په غوښتنه به، تر هغو پر ایران برید ونه کړي، څو چې د دغه هېواد مشران «یو موټی او منسجم وړاندیز» وړاندې کړي. ټرمپ همدارنګه د ایران پر سمندري محاصرې ټینګار کړی دی.

ډونالډ ټرمپ پر خپله سوشال تروت شبکه کې زیاته کړې: «د فیلډ مارشال عاصم منیر او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په غوښتنه، موږ خپل بریدونه تر هغه وخته پورې پر ایران دروو، څو چې د هغه هېواد مشران پر یوه ګډ وړاندیز هوکړې ته ورسېږي. ما خپلو پوځیانو ته امر کړی چې سمندري کلابندۍ ته دوام ورکړي او په نورو ټولو برخو کې بشپړ چمتووالی ولري.»

د ټرمپ له لوري د اوربند له غځېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د ایران د بندرونو محاصره جګړه‌ییز اقدام او له اوربند ښکاره سړغړونه بللې ده.

په همدې حال، د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قومندانۍ ویاند ابراهیم ذوالفقاري، د ټرمپ او امریکایي قومندانانو د ګواښونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول تېري پر وړاندې ځواب ویلو ته پوره چمتووالی لري او ګوته پر ماشه دي.

ابراهیم ذوالفقاري په دې اړه زیاته کړې: «د ایران وسله‌وال ځواکونه له پخوا راهیسې پوره چمتووالی لري او ګوته پر ماشه دي، څو د هر ډول تېري په صورت کې سمدستي غبرګون وښیي او ټاکلي هدفونه په نښه کړي.»

مطالب بیشتر:  آیا آلمان به تر نورو مخکې، اسلامي امارت سره تعامل ته را وړاندې شي؟

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند غځېدو هرکلی کړی دی. د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک دا پرېکړه د تاوتریخوالي د کمولو په لور یو مهم ګام بللی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په دې اړه زیاته کړې: «دا د تاوتریخوالي د کمولو او د ایران او امریکا ترمنځ د ډیپلوماسۍ او باور جوړونې لپاره د حیاتي فضا د رامنځته کولو په لور یو مهم ګام دی. د سرمنشي دفتر له ټولو لورو غواړي چې د اوربند له ماتولو ډډه وکړي او په خبرو اترو کې رغنده ګډون وکړي. ښاغلی ګوترش هیله لري چې دا هڅې به د هر اړخیز او دوامدار حل لپاره شرایط برابر کړي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهبازشریف چې د تهران او واشنګټن ترمنځ یې د خبرو اترو د لومړي پړاو کوربه‌توب درلود، د ټرمپ له لوري د اوربند غځولو ګام ستاینه کړې ده. شهباز شریف پر ایکس‌پاڼه لیکلي: «زه له ولسمشر ټرمپ ډېره مننه کوم چې د اوربند غځېدو په پار یې، زموږ غوښتنه ومنله او د روانو ډیپلوماټیکو هڅو لپاره یې زمینه برابره کړه. پاکستان به د خبرو له لارې د شخړې د حل لپاره خپلو جدي هڅو ته دوام ورکړي. هیله لرم چې دواړه لوري به اوربند ته درناوی وکړي او اسلام‌آباد کې به د خبرو اترو په دویم پړاو کې هر اړخیزې هوکړې ته ورسېږي.»

د ټرمپ له‌خوا د اوربند یو اړخیز غځول او د تهران متقابل خبرداري، د دې ښکارندویي کوي چې وضعیت لا هم نازک او بې‌ثباته دی. که څه هم دې پرېکړې د تاوتریخوالي کمېدو او له ډیپلوماټیکو لارو چارو هوکړې ته د رسېدو هیلې زیاتې کړې؛ خو اصلي پوښتنه لا هم دا ده، چې دا ډول پرېکړې تاکتیکي شاتګ دی او که د برید لپاره چمتووالی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *