د انډیپنډنټ خبرداری: د ایران جګړې له امله د بیو لوړېدو اصلي څپه لا هم د برېټانیا بازارونو ته نه ده رسېدلې

د انډیپنډنټ خبرداری: د ایران جګړې له امله د بیو لوړېدو اصلي څپه لا هم د برېټانیا بازارونو ته نه ده رسېدلې

برېټانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د لوېدیځې آسیا د جګړې اقتصادي پایلې، په ځانګړي ډول د ایران اړوند شخړې پایلې به ډېر ژر د برېټانیا بازار لا زیات اغېزمن کړي. راپور خبرداری ورکوي چې که څه هم په ظاهره د اپرېل په میاشت کې د پلورنځیو د بیو د انفلاسیون کچه شاوخوا یو سلنه راټیټه شوې، خو دا کموالی لنډمهاله دی او اصلي تَورمي فشارونه لا هم په مخکې پراته دي.

د دې شننې له مخې، په راتلونکو دوو اونیو کې به د توکو رسولو ځنځیر د ګډوډۍ اصلي اغېزې رابرسېره شي، ځکه هغه زېرمې چې توکي یې له سمندري لارو وارد شوي وو، ورو ورو د تشېدو په حال کې دي. دا حالت کولی شي د ځینو بنسټیزو توکو کمښت او حتا په برېټانیا کې د پلورنځیو د تشېدو لامل شي.

په راپور کې ټینګار شوی، هغه جګړه چې د ۲۰۲۶ کال د فبروري له وروستیو پیل شوې، د انرژۍ نړۍوال بازارونه یې سخت اغېزمن کړي دي. په دې منځ کې یو له مهمو بحراني ټکو د هرمز تنګی دی، چې د نړۍ د نفتو، ګازو او حتا د کرنیزو خامو موادو یوه مهمه لاره ده. په دې مسیر کې ګډوډي د دې لامل شوې چې د برنټ نفتو هر بېلر بیه له ۱۲۰ ډالرو واوړي؛ دې لوړوالي په مستقیم ډول د ټرانسپورټ، تولید او وېش لګښتونه زیات کړي دي.

هیلن ډیکنسن، چې د برېټانیا د پرچون پلور کنسرسیوم مشره ده، د دې بدلونونو په اړه ویلي: «تر اوسه د دې بحران بشپړ اغېز د مصرفوونکو پر بیو نه دی لګېدلی، خو بې له شکه به په نږدې راتلونکي کې دا کار وشي.» هغې څرګنده کړه چې د سون توکو د بیو لوړوالی د بېلابېلو سکتورونو لکه مالدارۍ، کرنې او ټرانسپورټ لګښتونه زیات کړي، او دا زیاتوالی معمولاً د وخت په تېرېدو سره بازار ته انتقالېږي.

مطالب بیشتر:  د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو د یوناما له استازې سره ناسته کړې

راپور همدارنګه د کیمیاوي سرې د رسولو د ګډوډۍ په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو یادونه کوي؛ دا یو داسې عامل دی چې کولی شي په راتلونکو فصلونو کې کرنیز تولیدات کم کړي. د کارپوهانو په وینا، دغو موادو ته د لاسرسي کمښت، په ځانګړي ډول په وارداتي هېوادونو کې، د حاصلاتو د کچې ټیټېدو او د خوراکي توکو د بیو لا لوړوالي معنا لري.

په همدې تړاو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) ویلي چې د مارچ په میاشت کې د خوراکي توکو نړۍواله بیه لوړه شوې او که جګړه دوام وکړي، دا بهیر به نور هم چټک شي. اقتصادي شنونکي اټکل کوي چې په وارداتي توکو متکي هېوادونو کې د خوراکي توکو انفلاسیون ښايي له ۳ تر ۶ سلنې پورې زیات شي، او حتا ښایي دا چاره د جګړې له پای وروسته هم د یوې مودې لپاره دوام وکړي.

له بلې خوا، په اروپا کې د پرچون پلور لوی شرکتونه هم د بازار د راتلونکي په اړه خبرداري ورکوي. د ټیسکو او سینزبري په څېر پلورنځیو اعلان کړی چې د عملیاتي لګښتونو له زیاتوالي او د ګټې کچې له کمېدو سره مخ دي، او اړ به شي چې د دغو لګښتونو یوه برخه پر مصرفوونکو واچوي. د دوی په وینا، په نږدې راتلونکي کې به د ډوډۍ، لبنیاتو، نباتي غوړیو، مېوو او سبزیو بیې لوړې شي.

د راپور په پای کې ویل شوي چې د دې بحران شدت تر ډېره د جګړې پر دوام او د سمندري مهمو لارو پر وضعیت پورې تړلی دی. که څه هم ځینې حکومتونه هڅه کوي د سټراټیژیکو زېرمو په زیاتولو او بدیلو لارو په موندلو سره دا اقتصادي شاک کم کړي، خو شواهد ښيي چې «اصلي څپه» لا هم بازار ته نه ده رسېدلې.

مطالب بیشتر:  پر لبنان بریدونو ته د ایران غبرګون؛ قالیباف: د اوربند نقضولو په دوام مذاکره بې‌مانا ده

کارپوهان خبرداری ورکوي چې په برېټانیا او نورو وارداتي هېوادونو کې کورنۍ باید ځانونه د ژوند د لګښتونو زیاتوالي ته چمتو کړي؛ دا زیاتوالی به نه یوازې د انرژۍ د بیو له امله وي، بلکې د تولید، ټرانسپورټ او نړۍواله عرضه کې د پرله‌پسې ګډوډیو پایله به هم وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *