د الجزیرې د راپور له مخې، د اسراییل نږدې ۶۰۰ پخوانیو پوځي، امنیتي، استخباراتي او ډیپلوماټیکو چارواکو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې له بنیامین نتنیاهو سره په لیدنه کې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د مېشتځایونو د اوسېدونکو د تاوتریخوالي موضوع په جدي ډول مطرح او د مهارولو لپاره یې پر اسراییلي حکومت فشار راوړي.
دغو پخوانیو چارواکو په هغه لیک کې چې د سېشنبې په ورځ یې خپور کړی، ادعا کړې چې د مېشتغالو د اوسېدونکو «ترهګري او تاوتریخوالی» د سیمې ثبات ننګوي. دوی ټینګار کړی چې یوازې ټرمپ کولای شي د دې «ناورین» مخه ونیسي.
دا لیک د «د اسراییل د امنیت قومندانانو» ډلې له خوا خپور شوی، چې له ۵۵۰ څخه ډېر متقاعد جنرالان او د موساد، شینبېت، پولیسو، بهرنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ادارو پخواني چارواکي پکې شامل دي.
یادې ډلې ویلي، د مېشتغالو د اوسېدونکو د تاوتریخوالي زیاتوالی، د اسراییلي حکومت د ځینو غړو ملاتړ او د عاملانو قانوني معافیت د اسراییل راتلونکی امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
په لیک کې راغلي چې د یهودي مېشتځایونو د اوسېدونکو د بریدونو پراختیا ښايي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې (حماس) تر برید هم سختې پایلې ولري.
دا غوښتنه داسې مهال شوې چې بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته سفر کوي او ټاکل شوې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې له سپینې ماڼۍ څخه اوومه لیدنه هم وکړي.
