پخوانۍ ښې ورځې پای‌ته رسېدلې؛ د ایران جګړه او امریکا کې د بیو بې‌ساری لوړوالی

پخوانۍ ښې ورځې پای‌ته رسېدلې؛ د ایران جګړه او امریکا کې د بیو بې‌ساری لوړوالی

د برېټانوۍ ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په داسې حال کې چې مصرف کوونکي د پټرولو او د الوتنو د تکټونو د بیو لوړوالي شاهدان دي، کارپوهان وایي چې ایران سره د جګړې دوام به په ټولو اقتصادي برخو کې د بیو لوړوالي لامل شي.

د UCLA پوهنتون د نړۍوالو اکمالاتي چارو استاد کریسټوفر ټانګ، ګارډین ورځپاڼې سره د بیو لوړوالي او اغېزو په اړه ویلي: «هغه ښې پخوانۍ ورځې پای‌ته رسېدلې دي. اوس موږ یوازې د پټرولو د بیو لوړېدل وینو، خو دا یوازې د کیسې یوه برخه ده؛ هر څه به ګران شي.»

د دې راپور پر بنسټ، د جګړې له پیل راهیسې د نفتو بیې په پرله‌پسې ډول لوړې شوې دي او د دې اونۍ په ترڅ کې د هر بېلر بیه له ۱۱۰ ډالرو اوښتې ده. د دې یو مهم لامل دا دی چې ایران هرمز تنګي کې پر تګ راتګ کنټرول لري؛ دا یوه مهمه سمندري لار ده چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل له همدې لارې تېرېږي.

په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا د منځني ختیځ پر نفتو متکي نه ده؛ خو د بروکینګز انسټیټیوټ کارپوهه سمنټا ګروس وایي، چې نفت یو نړۍوال سوداګریز توکی دی او امریکا هم د نړۍوال بازار له بیو اغېزمنه کېږي: نوموړې په دې اړه زیاته کړې: «موږ به هماغه لوړې بیې پرې کوو، کوم چې نړۍوال بازار یې پرې کوي.»

د ګارډین په دې راپور کې وړاندې راغلي، چې که ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد – رالېږد محدود یا پرې لوړ فیسونه ولګوي، نو ورسره سم به د لېږد لګښتونه هم لوړ شي. همدې ته په کتو، لویو شرکتونو هم خپل نرخونه لوړ کړي دي؛ امازون پر پلورونکو اضافي فیس لګولی او نورو شرکتونو لکه UPS او FedEx هم خپل لګښتونه لوړ کړي دي.

مطالب بیشتر:  زلنسکي: د امریکا له ملاتړ پرته د روسیې پر وړاندې جګړه نشو کولی

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، چې دا د بیو لوړوالي پیل دی. د اقتصادي چارو شنونکی ډېوېډ بیري زیاتوي، چې هېوادونه به اړ شي د خپلو تېلو سټراټیژیکې زېرمې بیاځلي په لوړو بیو ډکې کړي.

سربېره پر دې، د تېلو بیو لوړوالی یوازې په سون پورې نه دی تړلی؛ بلکې د درملو، کرنیزو سرو او خوړو پر تولید هم اغېز لري. د ډیزلو د بیو لوړېدل د کرنې او مالدارۍ لګښتونه زیاتوي، چې بالاخره د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي.

په ورته وخت کې، یو شمېر کوچني کاروباریان غوره ګڼي، چې د دې فشارونو له زیاتېدو وړاندې، باید بیې په تدریجي توګه لوړې شي، څو د ناڅاپي ټکان مخه ونیول شي. اټکل کېږي چې که د سون توکو بیې ۱۰ تر ۱۵ سلنه لوړې شي، نو د خوړو بیې به هم ۲ تر ۴ سلنه لوړې شي.

که څه هم ټرمپ ویلي چې ښایي جګړه په څو اونیو کې پای ته ورسېږي، خو کارپوهان وایي چې حتا د جګړې ژر پای هم د بیو د کمېدو ضمانت نه شي کېدای. د اقتصادي چارو کارپوه راوي رامامورتي وایي: «د نفتو په بیو کې سیاسي خطر به د اوږدې مودې لپاره پاتې وي، ځکه ښایي هر وخت بیاځلي کړکېچ پیل شي.»

په پای کې، کریسټوفر ټانګ په لنډو ټکو کې اوسنی وضعیت داسې بیانوي: «کله چې بیې لوړې شي، بیا په خورا سختۍ را ټیټېږي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *