د ایران او امریکا ترمنځ متقابل بریدونه او د جګړې پراخېدو په اړه اندېښنې

د ایران او امریکا ترمنځ متقابل بریدونه او د جګړې پراخېدو په اړه اندېښنې

په وروستیو دوو ورځو کې منځني ختیځ خورا بد او کړکېچن وضعیت تجربه کوي. تهران او واشنګټن پر یو بل سخت بریدونه کړي او دې چارې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

وروسته له هغه چې ټرمپ د ایران پر وړاندې د سختو بریدونو ګواښ وکړ، امریکایي ځواکونو، د پنجشنبې په سهار پر ایران د بریدونو نوې څپه پیل کړه. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې دا بریدونه «دفاعي» دي او د ایران د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره پیل شوي دي. له دې بریدونو مخکې، د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسټ ویلي وو چې واشنګټن به د ایران پر مهمو تأسیساتو برید وکړي.

ډونالډ ټرمپ تېره ورځ ویلي وو چې ایران د خبرو اترو پر مهال ډېر ځنډ وکړ او هوکړې ته حاضر نه شو، نو له همدې امله به امریکا پر دغه هېواد ډېر سخت بریدونه وکړي. ټرمپ په دې اړه زیاته کړې وه: «واشنګټن به یو ځل بیا سخت ګوزارونه وکړي. ایران د اټومي وسلو نه لرلو سره موافقه کړې او اوس باید هوکړه لاسلیک کړي. واشنګټن غواړي له تهران سره یوه مانا لرونکې او عملي هوکړه ولري. ایران لا هم د وخت ضایع کولو ته دوام ورکوي او موږ به وګورو چې وضعیت تر کومه ځي، تهران موږ ناپوهه ګڼي.»

د امریکا د دې بریدونو په غبرګون کې، د ایران اسلامي انقلاب ځواکونو د بندرعباس په ځینو سیمو کې د امریکا پر پوځي اهدافو دوه ځله بریدونه کړي دي. سپاه ویلي چې په دې عملیاتو کې یې په کوېټ او بحرین کې د امریکا د پوځ ۱۸ مهم اهداف په نښه کړي دي.

مطالب بیشتر:  د امریکا له لوري د ایران سمندري کلابندۍ ته د تهران غبرګون

د ایران اسلامي انقلاب د هوایي ځواکونو قومندان مجید موسوي ګواښ کړی چې د ایران امنیتي ځواکونه به سیمه د امریکا لپاره په دوزخ بدله کړي. هغه ویلي چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هېواد له ګوټ ګوټ متقابل بریدونه وکړي. مجید موسوي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې: «تاسو د هرمز مقدس تنګی ناامنه کوئ؟ موږ به ټوله سیمه ستاسو لپاره په جهنم بدله کړو. دا په سیمه کې د امریکایانو د جسارت ځواب دی، د خدای په مرسته.»

د ایران او امریکا ترمنځ وروستي بریدونه د اپرېل میاشتې له اوربند وروسته، تر ټولو مهم تاوتریخوالی بلل کېږي. د بریدونو نوې څپه دا پوښتنې راپورته کوي چې ایا د تهران او واشنګټن ترمنځ متقابله بې‌باوري به لا نوره هم ژوره او د خبرو اترو بهیر به له ننګونو سره مخ شي؟ او ایا د دې کړکېچ په دوام سره به د ډیپلوماسۍ فرصتونه نور هم محدود او د دواړو خواوو ترمنځ به د هوکړې امکان هم کم شي کنه؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *