که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ پوځي جګړه اوس په اقتصادي جګړه بدله شوې، خو د منځګړو هېوادونو هلو ځلو لا هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کابو کولو او د ستونزو د سولهییز حل په برخه کې کومه پایله نه ده ورکړې.
د دې هڅو په لړ کې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې په خبرو کې د یوه جامع توافق د ترلاسه کولو لپاره پر ډیپلوماټیکو بهیرونو ټینګار کړی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا له عاصم منیر سره لیدنه کې له امریکا غوښتي چې د تهران پر وړاندې خپله ژبه او تګلاره بدله او خبرداری یې ورکړی چې پر زورزیاتي او قلدرۍ تکیه کول به یوازې د اجرایي بهیرونو د لا پېچلي کېدو لامل شي.
«پر زورزیاتي او قلدرۍ د امریکا تکیه کول به یوازې اجرایي بهیرونه پېچلي کړي. امریکا باید له ایران سره په تعامل کې خپله ژبه او تګلاره اصلاح کړي. هیله لرم چې د ګډو همکاریو له لارې د اسلاماباد په توافق کې درج شوې موخې عملي شي.»
په ورته وخت کې، د امریکا وروستیو اقتصادي بندیزونو د ایراني چارواکو غبرګونونه راپارولي او دا ډول هڅې یې بېپایلې بللې دي. د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي چې هېڅوک د امریکایانو له ګواښونو وېره نه لري او په خبره یې، متحده ایالات په داسې وضعیت کې نه دي چې کولی شي له هېوادونو سره خپلې اړیکې تر دې هم محدودې کړي.
د ایران د اقتصاد وزیر سید علي مدنيزاده، د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې تهران د دې اقتصادي جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري او خبرداری یې ورکړی چې امریکا دې په اقتصادي برخه کې د خپلې ماتې په تمه اوسي.
باور دا دی چې د ایران او امریکا ترمنځ روانه اقتصادي جګړه به نه یوازې تهران او واشنګټن ته زیانونه واړوي، بلکې د سیمې او نړۍ اقتصاد به هم له جدي ننګونو سره مخ کړي. د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو سازمان د راپور له مخې، نن سهار د عمان په شمال کې د تېلو پر یوه لېږدوونکې بېړۍ توغندیز برید شوی، چې له امله یې د بېړۍ ماشینخونې ته زیان اوښتی او بېړۍ له کاره لوېدلې ده.
