دا یو له هغو لنډمهاله کمپونو دی، چې له پاکستانه تازه راستانه شوي پکې تم کېږي؛ دا د هغه کسانو لپاره لنډمهاله تمځای دی، چې له کلونو جلاوطنۍ وروسته، له سلګونو هیلو او زرګونه دردونو او کړاوونو سره، یو ځل بیا د وطن غېږې ته راګرځېدلي دي. سره له دې چې دلته د مېشتو کسانو په څېرو کې د سفر ستړیاوې له ورایه ښکاري، خو بیا یې هم په زړونو کې د یوه نوي ژوند لپاره هیلې ټوکېدلي دي.
دلته هر څوک د ژوند له کړاوونو او دردونو بېلابېل روایتونه لري؛ ۶۵ کلن جمیل چې د خوست اوسېدونکی دی، نږدې ۴۷ کاله د وطن له غېږې لیرې پاتې شوی او اوس د خپلې کورنۍ له ۷۹ غړو سره یو ځای، هېواد ته راستون شوی دی. نوموړی وایي، کابل ته تر رسېدو وروسته، د خپل پلرني ټاټوبي خوست پر لور روانېږي؛ هغه ځای چې د ماشومتوب خاطرې یې ورسره تړلې دي. جمیل وایي د استوګنې لپاره ځای نه لري او له اسلامي امارته غواړي، چې د سرپناه په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.
جمیل آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «۴۷ کاله مو په پاکستان کې تېر کړل. کله چې تللي وو، موږ په کورنۍ کې څلور تنه وو، خو اوس ۷۹ تنو یوو. زموږ کاروبار سوداګري وه، خو اوس له لس ورځني سفر وروسته کابل ته را ورسېدو او له دې ځایه خپل اصلي ټاټوبي خوست ته روان یو.»
پر جمیل سربېره، سلګونه نور راستانه شوي هم د کډوالۍ ژوند دردناکې کیسې لري. نعمتالله، چې د پاکستاني پولیسو له لوري سخت ځورول شوی، له اسلامي امارته غواړي، چې هېواد ته د راستنېدونکو لپاره سرپناوې او کاري فرصتونه برابر کړي.
نعمتالله د خپلو خبرو په دوام وویل: «موږ له اسلامي امارته د سرپناه او کار غوښتنه لرو. حکومت باید هغو کسانو ته چې هېواد ته راګرځي، د اوسېدو ځای او د کار زمینه برابره کړي.»
مسوولین وایي، چې په دې کمپ کې شاوخوا شل زره راستانه شوي هېوادوال شتون لري او په خبره یې، ټولو ته یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د لنډمهاله کمپ د عامه پوهاوي ډلې غړی ادریس حقیقت آفاق سره خبرو کې وویل: «په دې کمپ کې ټولې اسانتیاوې لکه خواړه، روغتیايي خدمتونه او سرپناه د کډوالو لپاره برابر شوي، او دا کمپ په یوه شپه او ورځ کې له ۱۹ تر ۲۰ زرو کډوالو پورې د ځایېدو ظرفیت لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره، پاکستاني حکومت پر افغان کډوالو فشار زیات او همداراز هېواد ته د راستنېدونکو بهیر په کمساري دول چټک شوی دی. وروستیو څو ورځو کې زرګونه کسان را ایستل شوي او دې چارې بشري وضعیت نازک او پر ملي اقتصاد یې فشار زیات کړی دی.
