آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د ډونالډ ټرمپ بېرته را ګرځېدل او د کډوالو په اړه د هغه سختدریځۍ او پرلهپسې اجراییوي فرمانونو، نه یوازې چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې یې دغه هېواد ته د تګ په تمه خواره واره افغانان له سختو ننګونو سره مخ کړي، بلکې په امریکا کې د ننه یې هم د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان کډوالو پر وړاندې قوانین سخت کړي او ان تر دې چې تېره ورځ (دوشنبه، غویي ۲۲مه) د متحده ایالتونو حکومت دغه هېواد کې د افغانانو د لنډمهاله ساتنې وضعیت یا Temporary Protected Status (TPS) د پایته رسېدو پرېکړه وکړه.
د امریکا فدرالي ثبتپاڼې ادارې (Federal Register) اعلان کړی، چې دا پرېکړه به د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۲مه، یعنې د ۶۰ ورځو په اوږدو کې عملي شي. د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د دې پرېکړې له مخې به امریکا کې د ټيپياس تر چتر لاندې مېشت شاوخوا ۱۱ زره او ۷۰۰ افغانان، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې له ۱۵مې نېټې وروسته، د ګواښونو له امله امریکا ته تللي وو، بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.
د امریکا فدرالي ادارې ویلي، چې دا مهال افغانستان امن دی او نور د لنډمهاله ساتنې وضعیت ته اړتیا نشته. د بشري حقونو او کډوالو ملاتړي بنسټونه بیا د متحده ایالتونو د حکومت دا ادعا بابیزه بولي او په خبره یې، افغانستان اوس هم امن نه دی، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې د امریکا متحده ایالتونو له پوځ او پراختیایي پروګرامونو سره یې کار کړی دی. د کډوالو د حقونو مدافعین او د امریکايي پوځ پخواني سرتېري دا پرېکړه “د افغان متحدینو سره خیانت” بولي. دوی خبرداری ورکوي چې د ټيپياس پایټه رسول، هغو کسانو ته چې د امریکا ترڅنګ درېدلي دي، خطرناک پېغام ورکوي.
دا چې د امریکا متحده ایالتونو منلې، چې دا مهال افغانستان امن دی او د هېچا سر ته خطر نشته، په حقیقت کې دا د اسلامي امارت مشر د عمومي بښنې او سرپرست حکومت د چارواکو د هغو څرګندونو ښکاره ثبوت دی، چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې له هېواده بهر ټولو هېوادوالو ته یې غېږ پرانیستې او ان تر دې چې د تماس په نامه یې د دوی د بېرته را ګرځېدو لپاره کمیسیون جوړ کړی او هر هغه څوک چې وغواړي، په هېواد کې با عزته او با وقاره ژوند وکړي، د اوسني حکومت غېږ یې پرمخ پرانیستې ده.
د متحده ایالتونو دا اعتراف هغه ادعاوې او تورونه هم ناسم ثابتوي، چې وخت ناوخته لوېدیځوال او د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول پاکستان ادعا کوي، چې افغانستان په خپله غېږه کې ترهګرۍ ته ځای ورکړی او له دې هېواده د دوی پر وړاندې ترهګریزې پېښې پلانېږي؛ په حقیقت کې د امریکا متحده ایالتونو پر دې ادعاوو هم د ناسموالي ټاپه لګوي او نړۍ ته دا پیغام ورکوي، چې افغانستان اوس امن دی او پر افغانانو سربېره، حتا بهرنیان هم کولی شي پرته له کومې وېرې دغه هېواد ته سفر وکړي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د امریکا حکومت دا پرېکړه عملي کولی شي کنه؟
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، امریکا ته د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ دفتر (کېیر) په تړل کېدو سره، دا مهال شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. د افغان کډوالو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تشکیل کې د بیا مېشتېدنې د همغږۍ دفتر، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني ولسمشر جوبایډن په امر رامنځته شو، د ۲۰۲۵ کال تر تر جنورۍ میاشتې یې امریکا ته د بیا مېشتېدنې په برخه کې له ۱۱۸ زره افغان متحدینو سره مرسته کړې او هغوی یې امریکا ته لېږدولي دي.
پر دې سربېره؛ د کډوالو په اړه د ټرمپ له اجرایوي فرمان وروسته، شاوخوا ۲۰ ماشومان، چې د تخلیې پر مهال له خپلو کورنیو پاتې وو، لا هم قطر کې بند پاتې او له نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي. همداراز د دې پروسې په ځنډېدو سره، ۳۰ زره افغانان چې دا مهال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېږي، امریکا ته د تګ په تمه دي.
پورتنیو مواردو ته په کتو، امریکا کې معمولاْ دوه ډلې (ګوندونه) د سیاست په رأس کې وي او له دې دوو ډلو یوه یې د ټاکنو له لارې واک ترلاسه کوي. امریکا کې هم دوه حزبونه دي؛ «جمهوري غوښتونکي» او «ډیموکراټان» جمهوري غوښتونکي سختدریځه دي، دوی هرڅه د ځان او خپلو خلکو لپاره غواړي، دوی تر ډېره د کډوالو ضد او اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي، او له همدې امله ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم، نړۍوالې بشري مرستې بندې او له امریکا یې د کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړه. دویمه ډله چې ډیموکراټان دي، د دوی پالیسي بیا تر ډېره نرمه ده، دوی په نړۍ کې د بشر حقونو ملاتړ کوي، ډیموکراسۍ ته د جمهوري غوښتونکو په پرتله زیات ژمن دي، د کډوالو منلو، بشري مرستو او چاپېریال ساتنې په اړه یې لیدلوی او سیاست مثبت دی. په کانګرېس کې ډیموکراټان، په ځانګړي ډول هغه ډلې چې د امریکا-افغان متحدینو په اړه مثبت لیدلوري لري، هلته د افغان کډوالو ملاتړي بنسټونه او تر ټولو مهمه دا چې د پخوانیو امریکایي پوځیانو ملاتړ هغه څه دي، چې کېدای شي له بېلابېلو لارو د ټرمپ پر اداره فشار راوړي او دې ته یې اړه کړي، چې د افغانانو په اړه شوې پرېکړې بېرته واخلي او متحده ایالتونو ته د هغوی د خوندي ستنولو پروګرام بېرته پیل کړي.
که موضوع په لنډو کې را ټوله کړو؛ سره له دې چې واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره، په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ دی او سرپرست حکومت هم وخت ناوخته په کور د ننه او بهر نړۍوالو ته ډاډ ورکوي، چې له عمومي عفوې وروسته، افغانستان کې د هېچا سرته ګواښ نشته او ان تر دې چې امریکایي چارواکي هم په دې ښه پوهېږي، چې افغانستان نور امن دی او د هېچا لپاره خطر نشته، خو پر دې سربېره هم، د ټرمپ اداره اړه ده، د افغانانو په اړه خپلې پرېکړې بدلې کړي. لکه څنګه چې د آفاق په مخکنیو تحلیلونو کې مو هم ورته اشاره کړې، د امریکا ځینې سیاسیون، په ځانګړي ډول د کانګرېس غړي په دې پوهېږي، چې متحده ایالتونو ته د افغان متحدینو لېږد د دوی لپاره په نړۍواله کچه یوه حیثیتي موضوع ده. که امریکا د افغانانو پر وړاندې خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي، راتلونکي کې به هېڅوک د دوی ترڅنګ ونه درېږي او نه به هم ورباندې باور وکړي او ان تر دې چې د خپلو غربي متحدینو له نیوکو سره به هم مخامخ شي.