روسیه کې د اسلامي امارت سفیر ګلحسن حسن، د اسلامي امارت د واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت مراسمو ته ویلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د امنیت، ثبات، اقتصاد او د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په برخو کې کوټلي ګامونه اوچت کړي دي. هغه له نړۍوالې ټولنې سره پر مثبتو اړیکو او د کابل او مسکو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د افغانستان ثبات یې د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بللی دی. په دې خبري ټولګه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ مهمو پېښو ته کتنه شوې ده. له دې وروسته تاسو کولی شئ هره ورځ د «خبري مېز» ټولګه د آفاق خبري آژانس له پلیټفارمونو وګورئ