د اسلامي امارت د لومړۍ دورې پر مهال، د بهرنیو چارو له وزیر وکیل احمد متوکل سره ځانګړې مرکه

د اسلامي امارت د لومړۍ دورې پر مهال، د بهرنیو چارو له وزیر وکیل احمد متوکل سره ځانګړې مرکه

 

د اسلامي امارت د لومړۍ دورې پر مهال، د بهرنیو چارو له وزیر وکیل احمد متوکل سره ځانګړې مرکه

 

یادښت: وکیل احمد متوکل، چې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د بهرنیو چارو وزیر او د اسلامي امارت د بنسټګر او لومړي مشر ملا محمد عمر مجاهد له نږدې کسانو دی، آفاق خبري آژانس سره ځانګړې مرکه کړې ده.

متوکل چې په بېلابېلو پړاوونو کې یې د بهرنیو چارو وزارت د مسوولیت ترڅنګ، د سلاکار، د رهبرۍ د دفتر رییس، منشي او د اسلامي امارت د ویاند په توګه هم دندې ترسره کړې دي؛ له ۲۰۰۱ کال وړاندې د حکومت له مهمو ډیپلوماټیکو څېرو ګڼل کېږي؛ هغه دوره چې کابل له نړیوالو فشارونو، بنډیزونو سره مخ او واشنګټن سره یې پراخ اختلافات درلودل.

په دې مرکه کې متوکل په دې اړه غږېدلی چې څنګه له اسلامي امارت سره یوځای شو او له ملا محمد عمر مجاهد سره یې لومړنۍ لیدنې چېرته او څنګه وشوې؛ نوموړي په دې مرکه کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د پرېکړو، بهرني سیاست، له پاکستان سره د اړیکو او د اسامه بن لادن د مسئلې د حل او له امریکا سره د جګړې د مخنیوي لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.

دا مرکه له یوه اړخه د اسلامي امارت د لومړۍ دورې د سیاسي تاریخ یوه برخه راژوندۍ کوي، خو له بلې خوا د هغه مهال د یوه لوړپوړي ډیپلوماټ له نظره د تېرو تحولاتو او د ننني وضعیت انځور هم وړاندې کوي.

 

 

افاق خبري اژانس: ښاغلی متوکل، د یوې داسې موضوع یې پیل کړو چې په اړه یې لږې خبرې شوې دي؛ تاسو په دقیقه توګه څه وخت او د کومو شرایطو تر اغېز لاندې له اسلامي امارت سره یو ځای شوئ؟

وکیل احمد متوکل: له لومړي سره ځکه ورسره سوم چي په هیواد کي بې نظمي، پاټک سالاري او ناخوالي اوج ته رسېدلې وې ولس مو نهایت په عذاب و.

 

افاق خبري اژانس: له اسلامي امارت سره له یوځای کېدو مخکې په څه بوخت وئ او لومړی ځل مو له ملا محمد عمر مجاهد سره څه وخت او چېرته ولیدل؟

وکیل احمد متوکل: ما د هجرت پر مهال زده کړې کولې نو کلونه وړاندي مي د حرکت انقلاب اسلامي د جنوب غرب د مشر مولوي محمد سخي مرحوم په مېلمستون کي له مرحوم ملا محمد عمر مجاهد سره لیدلي وه.

 

افاق خبري اژانس: له ملا محمد عمر مجاهد سره مو اړیکه څنګه له لومړنۍ پېژندګلوۍ په نږدې همکارۍ بدله شوه؟ څه لامل شو چې هغه تاسو خپلې نږدې کړۍ کې شامل کړي ؟

وکیل احمد متوکل: تر خوځښت مخکي زه د جمعیت طلبه حرکت د کندهار ولایت مسئول وم نو سنګیسار ته د ملا محمد عمر مجاهد مدرسې له ملګرو سره ورغلي وو او پر ترینګلو حالاتو ور سره وږغېدو، نو تعلق مې ورسره جوړ سو بیا چي کله یې په عملي فعالیت پیل وکړ زه یې په پاکستان کي د مهاجرو طالبانو د رابللو لپاره نماینده وګومارلم.

 

مطالب بیشتر:  ایران کې د نظام بدلون خیال؛ د واشنګټن او تل‌ابیب د جګړه‌ییزې سټراټیژۍ ناکامي

افاق خبري اژانس: تاسو په بېلابېلو پړاوونو کې د اسلامي امارت د پخواني مشر مرستیال، منشي، ژباړن او ویاند پاتې شوي یاست. په ورځني ژوند کې د هغه شخصیتي اړخونه کوم وو؛ تر ډېره بریده یو دیني مشر و او که سیاسي مشر؟

وکیل احمد متوکل: کله چي د کندهار ولایت ونیول سو زه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس تعیین سوم، وروسته د مؤسس امیر له لوري خپل سلاکار، د مشرتابه د دفتر رئیس او مرکزي ویاند کړل سولم؛ هغه طبعا د عمومي سیاسي زعیم په توګه نقش ایفا کاوه.

 

افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت لومړني مشر په مهمو پرېکړو کې معمولاً له چا سره مشوره کوله؟ ایا مهمې پرېکړې یوې محدودې کړۍ نیولې، که د مشورې لپاره ځانګړی ټیم و؟

وکیل احمد متوکل: هغه په بېلابېلو برخو کي د اړوندو اشخاصو سپارښتني په راز، راز موضوعاتو کي په پام نیولې.

 

افاق خبري اژانس: کله داسې وخت هم راغلی چې له ملا محمد عمر مجاهد سره د نږدې همکارۍ پر مهال د هغه له سیاسي او یا هم اسلامي پرېکړې سره مخالفت ښودلی وي. که و د هغو غبرګون به څه و؟

وکیل احمد متوکل: د ملا محمد عمر مجاهد معمول دا وو چي هره موضوع به یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کي لیدل، که چا به یوه خبره وړاندي کوله او هغه د شریعت خلاف یا مشکوکه وای نو د دیني علماوو شوری ته به راجع کوله.

 

افاق خبري اژانس: کله چې د ۱۹۹۹ کال په اکټوبر کې د بهرنیو چارو وزیر شوئ، د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې تر ټولو ستره ننګونه څه وه؟

وکیل احمد متوکل: د امریکا او متحدینو لخوا په افغانستان کي د عربانو پر موجودیت زیاتېدونکی اعتراض لویه ستونزه وه.

 

افاق خبري اژانس: هغه مهال د سیمې او نړۍ هېوادونو اسلامي امارت ته په کومه سترګه کتل؟ ایا په حکومت کې دا تصور و چې نړیواله رسمیت پېژندنه به ژر ترلاسه شي؟

وکیل احمد متوکل: هغه وخت ډېرو هیوادونو د امریکا د درېځ ننګه کوله یا به خاموش پاته وه نو له اسلامي امارت سره یې رسمي او د تعامل اړیکي محدودي وې.

 

افاق خبري اژانس: تاسو په هغه دوره کې د ملګرو ملتونو، لوېدیځو هېوادونو او د سیمې له هېوادونو سره ناستې درلودې. کوم هېواد یا ډیپلومات له اسلامي امارت سره خبرو ته تر ټولو ډېره لېوالتیا لرله؟

وکیل احمد متوکل: هو، ملګرو ملتونو او ځینو هیوادونو له ځینو خبرو او اندېښنو سره علاقه مندي ښکاره کوله خو لازم جدیت یې د امریکا له خاطره نه حېسده.

 

افاق خبري اژانس: په هغه دوره کې د اسلامي امارت او پاکستان اړیکې د اسلام‌اباد له لوري په رښتیا هم متحدانه وي؟ که تاسو په حکومت کې دننه د پاکستان د موخو او نفوذ په اړه اندېښنې هم لرلې؟

وکیل احمد متوکل: داسي انګېرل کېدل چي پاکستان په یو اړخیز ډول هڅي کولې چي ځان یو ډول کومکي وښیي خو په داسي مواردو کي څرنګه چي د افغانستان لازمه همږغي ورسره نه وه نو داسي روند ګټور نه ثابتېدئ.

مطالب بیشتر:  نوې سیمه‌ییزې معادلې؛افغانستان او د جیوپولیټيکي سیالیو تازه څپه

 

افاق خبري اژانس: تاسو وروسته ویلي وو چې د اسامه بن لادن شتون د اسلامي امارت د لومړي حکومت لپاره ستونزې جوړې کړې وې. لومړی ځل څه وخت دې پایلې ته ورسېدئ چې بن لادن ښايي د افغانستان لپاره ننګونکې پایلې ولري؟

وکیل احمد متوکل: اسامه بن لادن چي د برهان الدین رباني حکومت راوستلی وو امریکا او پلویانو ته یې پلمه په لاس ورکړې وه چي خپل زیاتېدونکي زورواکۍ ته دوام ورکړي او هیوادونه به یې جدي لېوالتیا وساتي.

 

افاق خبري اژانس: ویل کېږي چې اسلامي امارت د سپټمبر له ۱۱مې وړاندې د بن لادن د مسلې د حل لپاره وړاندیزونه کړي وو. دغه وړاندیزونه په دقیقه توګه څه وو او ولې پایلې ته ونه رسېدل؟

وکیل احمد متوکل: د افغانستان اسلامي امارت وړاندیز وکړ چي که دوه نور اسلامي هیوادونه دا موضوع په ګډه د شرعي حل په موخه راسره وڅېړي حاضر یو خو امریکا ونه منله دوی د نه رسمیت ستونزه لرله، ویل یې همداسي یې اخراج کړئ.

 

افاق خبري اژانس: ځینو رسنیو ادعا کړې چې تاسو د سپټمبر له ۱۱مې مخکې په امریکا کې د یوه لوی برید د احتمال په اړه اندېښمن وئ او د یوه استازي له لارې امریکا او ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړل شوی و. ایا دا ادعاوې تاییدوئ؟ که هو، دا خبرداری په دقیقه توګه څنګه تاسو ته ورسېد او چا دا معلومات درکړي وو؟

وکیل احمد متوکل: بالکل دا یوه بې اساسه شایعه وه.

 

افاق خبري اژانس: د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو څو ساعته وروسته تاسو په کابل کې د اسلامي امارت له لومړنیو چارواکو څخه وئ چې دریځ مو څرګند کړ. هغه ورځ د بهرنیو چارو له وزارت څخه څنګه په یاد لرئ؟

وکیل احمد متوکل: له رسنیو مي پېښه واورېدله او سملاسي مي د مشرتابه د هدایت په اساس د ملکي خلګو د وژني له خاطره وغندله.

 

افاق خبري اژانس: پر افغانستان د امریکا له برید وړاندې په اوونیو کې، د اسلامي امارت د مشرۍ په کچه دا تصور و چې امریکا به رښتیا هم پر افغانستان پراخ پوځي عملیات پیل کړي؟

وکیل احمد متوکل: د امریکا د پرلپسې ګواښونو په خاطر د محتمل یرغل جدي اندېښنه موجوده وه.

 

افاق خبري اژانس: د جګړې د مخنیوي لپاره د اسلامي امارت او ستاسو شخصي ډیپلوماتیکې هڅې څه وې او ولې پایله یې ورنه کړه؟

وکیل احمد متوکل: موږ له خپله اړخه ګڼ دیپلوماتیکي او رسنیز تلاشونه وکړل چي نه باید داسي بیهوده جګړه وتپل سي خو متأسفانه امریکا هیڅ اعتنا نه ورته وکړه.

 

افاق خبري اژانس: په کندهار کې د لومړني بند څخه او بیا بګرام ته د لېږد په اړه راته ووایاست؛ له تاسو سره چې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وئ، څه ډول چلند کېده؟

وکیل احمد متوکل: په یوازيتوب بند، ډېر تحقیقات او کله کله راز، راز ربړوني وي خو د ځینو بندیانو په پرتله یو څه بهتري هم وه، البته له کندهاره تر بګرامه او د ګوانتناپو په غرض تر ترکیې پوري وړل او بیرته راګرځول د ټولو سره په یو ډول چلند کي له کړاو او نیمه نشه کولو خالي نه وو.

مطالب بیشتر:  سرحدي کړکېچ او سیمه‌ییزه سناریو؛ اسلام‌آباد د څه په لټه کې دی؟

 

افاق خبري اژانس: په بګرام کې د شاوخوا ۱۸ میاشتو بند پر مهال، تر ټولو ستره ځاني یا رواني فشار چې مو تحمل کړ، څه و؟ ایا داسې کومه پېښه وه چې تر اوسه یې له رواني پلوه پر تاسو اغېز کړی وي؟

وکیل احمد متوکل: نری رنځ او علاج یې، د وېښتانو ډېر تویېدل او د سترګو ضعف ځانګړي ستونزي راته پیدا سولې؛ کله افغان چارواکو په کندهار کي امریکایانو ته سپارلم نو د امریکایانو د بند او تحقیقاتو د وخت په ژمنه کي یې هیڅ وزن نه وو پوره بې پروایي یې کوله.

 

افاق خبري اژانس: که د اسلامي امارت لومړی حکومت له اوسني حکومت سره پرتله کړئ، د رهبرۍ په جوړښت او د پرېکړو د نیولو په تګلاره کې تر ټولو مهم توپیر څه دی؟

وکیل احمد متوکل: په رسنیزه بڼه یې لازمه نه ګڼم چي پرتله یې وکړم البته که یو جهت یې راڅخه غوښتنه وکړي نو حاضر یم چي دا پرتلیز بحث وکړم.

 

افاق خبري اژانس: که د اسلامي امارت اوسنۍ بهرنۍ اړیکې له لومړۍ دورې سره پرتله کړئ، کومه په ښه وضعیت کې ده؟

وکیل احمد متوکل: د رسمیت پېژندني سطحه هغه مهال تر اوس مهال بهتره وه او د تعامل موارد اوس مهال بهتر دي.

 

افاق خبري اژانس: که دې اوس هم د اوسني حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کولی، له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د پراختیا لپاره به مو درې اساسي لومړیتوبونه څه وو؟

وکیل احمد متوکل: د احتمالي نظریو مطبوعاتي کول هم راته ضروري نه برېښي.

 

افاق خبري اژانس: له دې امله چې تاسو د اسلامي امارت له پخواني مشر سره نږدې پېژندګلوي لرئ؛ که هغه نن ژوندی وای، ستاسو په اند د اسلامي امارت د اوسني وضعیت په اړه به یې څه نظر درلود؟

وکیل احمد متوکل: تقدیري واقعیتونو ته په پام سره انساني وړتیاوي هم اکثرا تغییرات مومي او د حالاتو د مقتضياتو سره سم چلند هم د درک وړ وي.

 

افاق خبري اژانس: ایا د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې داسې کومه پرېکړه وه چې تاسو هغه مهال ورسره موافق وئ، خو نن، له ۲۵ کلونو تېرېدو وروسته، فکر کوئ چې تېروتنه وه؟ که هو، کومه پرېکړه وه او ولې؟

وکیل احمد متوکل: داسي چي زه نه وم ورسره موافق د دستور (اساسي قانون) نه لاسلیکول وه چي ګټي يې راته په شتون کي ملموسي برېښي.

 

افاق خبري اژانس: په پای کې، که غواړئ د اسلامي امارت اوسني مشرانو ته یو څرګند او غوڅ پیغام ورکړئ؛ د افغانستان د راتلونکي، له نړۍ سره د اړیکو او د ځوان نسل د راتلونکي په اړه به څه ووایئ؟

وکیل احمد متوکل: د مشروعو، لازمو او معقولو مشورو سنجولو او کارولو ته که یو وړ ادرس برجسته کړل سي نو د هوسايني امیدونه پکښي متصور دي ان شاء الله تعالی.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *