د امریکا له لوري د ایران پر وړاندې د شدیدو اقتصادي بنډیزونو په دوام، تازه د دغه هېواد د مالیې وزیر ویلي، چې نن دوشنبه به د ایران پر وړاندې برخلیک ټاکونکي او داسې اقتصادي عملیات ترسره کړي، چې تر اوسه یې ساری نه وي لیدل شوی. د دې څرګندونو په غبرګون کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویاند ویلي، چې د ایران پر وړاندې اقتصادي جګړه کومه نوې موضوع نه ده او په خبره یې، تهران د دښمن د هر ډول خصمانه اقدام لپاره بېلابېلې سناریوګانې لري. په دې خبري ټولګه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ مهمو پېښو ته کتنه شوې ده. له دې وروسته تاسو کولی شئ هره ورځ د «خبري مېز» ټولګه د آفاق خبري آژانس له پلیټفارمونو وګورئ
