د ایران د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال، یدالله جواني، خبرداری ورکړی چې که جګړه دوام وکړي، د تهران پوځي اقدامات ښايي په راتلونکي کې له دفاعي بڼې څخه تهاجمي بڼې ته واوړي.
جواني ویلي، د ایران تر اوسه اقدامات دفاعي وو، خو د جګړې د دوام په صورت کې ممکن د ایران اقدامات تهاجمي بڼه غوره کړي. هغه زیاته کړې چې د ایران وسلهوال ځواکونه به د هېواد د دفاع، امنیت د تأمین او د ګواښونو د شنډولو لپاره لازم اقدامات په مناسب وخت کې ترسره کړي.