برېټانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د لوېدیځې آسیا د جګړې اقتصادي پایلې، په ځانګړي ډول د ایران اړوند شخړې پایلې به ډېر ژر د برېټانیا بازار لا زیات اغېزمن کړي. راپور خبرداری ورکوي چې که څه هم په ظاهره د اپرېل په میاشت کې د پلورنځیو د بیو د انفلاسیون کچه شاوخوا یو سلنه راټیټه شوې، خو دا کموالی لنډمهاله دی او اصلي تَورمي فشارونه لا هم په مخکې پراته دي.
د دې شننې له مخې، په راتلونکو دوو اونیو کې به د توکو رسولو ځنځیر د ګډوډۍ اصلي اغېزې رابرسېره شي، ځکه هغه زېرمې چې توکي یې له سمندري لارو وارد شوي وو، ورو ورو د تشېدو په حال کې دي. دا حالت کولی شي د ځینو بنسټیزو توکو کمښت او حتا په برېټانیا کې د پلورنځیو د تشېدو لامل شي.
په راپور کې ټینګار شوی، هغه جګړه چې د ۲۰۲۶ کال د فبروري له وروستیو پیل شوې، د انرژۍ نړۍوال بازارونه یې سخت اغېزمن کړي دي. په دې منځ کې یو له مهمو بحراني ټکو د هرمز تنګی دی، چې د نړۍ د نفتو، ګازو او حتا د کرنیزو خامو موادو یوه مهمه لاره ده. په دې مسیر کې ګډوډي د دې لامل شوې چې د برنټ نفتو هر بېلر بیه له ۱۲۰ ډالرو واوړي؛ دې لوړوالي په مستقیم ډول د ټرانسپورټ، تولید او وېش لګښتونه زیات کړي دي.
هیلن ډیکنسن، چې د برېټانیا د پرچون پلور کنسرسیوم مشره ده، د دې بدلونونو په اړه ویلي: «تر اوسه د دې بحران بشپړ اغېز د مصرفوونکو پر بیو نه دی لګېدلی، خو بې له شکه به په نږدې راتلونکي کې دا کار وشي.» هغې څرګنده کړه چې د سون توکو د بیو لوړوالی د بېلابېلو سکتورونو لکه مالدارۍ، کرنې او ټرانسپورټ لګښتونه زیات کړي، او دا زیاتوالی معمولاً د وخت په تېرېدو سره بازار ته انتقالېږي.
راپور همدارنګه د کیمیاوي سرې د رسولو د ګډوډۍ په اړه د زیاتېدونکو اندېښنو یادونه کوي؛ دا یو داسې عامل دی چې کولی شي په راتلونکو فصلونو کې کرنیز تولیدات کم کړي. د کارپوهانو په وینا، دغو موادو ته د لاسرسي کمښت، په ځانګړي ډول په وارداتي هېوادونو کې، د حاصلاتو د کچې ټیټېدو او د خوراکي توکو د بیو لا لوړوالي معنا لري.
په همدې تړاو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) ویلي چې د مارچ په میاشت کې د خوراکي توکو نړۍواله بیه لوړه شوې او که جګړه دوام وکړي، دا بهیر به نور هم چټک شي. اقتصادي شنونکي اټکل کوي چې په وارداتي توکو متکي هېوادونو کې د خوراکي توکو انفلاسیون ښايي له ۳ تر ۶ سلنې پورې زیات شي، او حتا ښایي دا چاره د جګړې له پای وروسته هم د یوې مودې لپاره دوام وکړي.
له بلې خوا، په اروپا کې د پرچون پلور لوی شرکتونه هم د بازار د راتلونکي په اړه خبرداري ورکوي. د ټیسکو او سینزبري په څېر پلورنځیو اعلان کړی چې د عملیاتي لګښتونو له زیاتوالي او د ګټې کچې له کمېدو سره مخ دي، او اړ به شي چې د دغو لګښتونو یوه برخه پر مصرفوونکو واچوي. د دوی په وینا، په نږدې راتلونکي کې به د ډوډۍ، لبنیاتو، نباتي غوړیو، مېوو او سبزیو بیې لوړې شي.
د راپور په پای کې ویل شوي چې د دې بحران شدت تر ډېره د جګړې پر دوام او د سمندري مهمو لارو پر وضعیت پورې تړلی دی. که څه هم ځینې حکومتونه هڅه کوي د سټراټیژیکو زېرمو په زیاتولو او بدیلو لارو په موندلو سره دا اقتصادي شاک کم کړي، خو شواهد ښيي چې «اصلي څپه» لا هم بازار ته نه ده رسېدلې.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې په برېټانیا او نورو وارداتي هېوادونو کې کورنۍ باید ځانونه د ژوند د لګښتونو زیاتوالي ته چمتو کړي؛ دا زیاتوالی به نه یوازې د انرژۍ د بیو له امله وي، بلکې د تولید، ټرانسپورټ او نړۍواله عرضه کې د پرلهپسې ګډوډیو پایله به هم وي.
