د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، نن (سهشنبه، غویي ۸مه) د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدنه او خبرې اترې کړې دي. د دغه وزارت په وینا، د دې ناستې محور سیاسي او اقتصادي موضوعات وو. تر دې وړاندې روسي رسنیو راپور ورکړی و، چې په دې لیدنه کې به د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د سیمهییزو تعاملاتو پر پیاوړتیا بحث وشي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هر اړخیز بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوهاړخیز تعاملات لا ډېر پراخ شي. د هیواد د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دوه اړخیز تعاملات له ډېر پراخ شي. نوموړي د اقتصادي همکاریو د پراخولو، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدو او د سیاسي مشورو د منظم چوکاټ پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.»
د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا خورا مهمه ده او دواړه لوري باید په دې برخه کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي. روسیه د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په برخه کې مهم رول لوبولی شي.»
په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي چې روسیه له افغانستان سره ښې اړیکې لري او کابل ته د دغه هېواد د ځانګړي استازي سفر د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بولي.
د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «روسیه د یوه ځواکمن هېواد په توګه په منځنۍ اسیا کې مهم رول لري، او له افغانستان سره د دغه هېواد د اړیکو پراختیا کولای شي په سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو برخو کې اغېزناکه تمامه شي.»
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته، په سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو برخو کې د کابل او مسکو اړیکې پراخې شوې دي. روسیه لومړی هېواد دی چې اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی دی.
