احمدالله وثیق له «آفاق» سره په مرکه کې: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی

احمدالله وثیق له «آفاق» سره په مرکه کې: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی

له «آفاق» سره د ۱۵/۳/۱۴۰۵ نېټې په دې ځانګړې خپرونه کې، کوربه یوسف‌خان لالي د افغان شخصیتونو د اړیکو کمېسیون له ویاند احمدالله وثیق سره د افغان شخصیتونو د راتګ په اړه بحث کړی.
د خپرونې په لومړۍ برخه کې احمدالله وثیق د افغان شخصیتونو د کمېسیون په تړاو وویل: کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد او په هېواد کې اشغال پای ته ورسېد، د اسلامي امارت د مشر له لوري د عمومي عفوې فرمان صادر شو. نوموړي وویل، دا کمېسیون د هغو کسانو لپاره جوړ شو چې په هېواد کې یې په لوړو او ټیټو ادارو کې دندې ترسره کړې وې او له افغانستان څخه بهر هېوادونو ته تللي وو، څو د هغوی د بېرته راستنېدو او همغږۍ زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه د کمېسیون په همغږۍ له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو څخه ۱۳۹۵ تنه د تېرې ادارې کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې په دې کې تجاران، ډاکټران، انجنیران او مسلکي کارکوونکي شامل دي. د هغه په خبره، دا هغه کسان وو چې د دوی لپاره د راستنېدو زمینه نه وه برابره شوې، او اسلامي امارت په دې برخه کې ورسره مرسته کړې او هغوی په خوندي توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
وثیق د خپلو خبرو په دوام وویل چې په دې کمېسیون کې وزیران هم ګډون لري، چې له بهرنیو چارو وزیر څخه پیل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د امر بالمعروف وزیر، د استخباراتو ریاست رئیس، د کورنیو چارو وزارت استازی، د دفاع وزارت استازی او همداراز د سترې محکمې مسؤلین هم پکې شامل دي.
هغه زیاته کړه چې یاد کمېسیون د قضایي او اړیکو برخو په لرلو سره خپل فعالیت ته دوام ورکوي، او ټینګار کوي چې موخه یې دا ده چې ټول هغه افغانان چې د سیاسي بدلونونو له امله له هېواده بهر مېشت شوي دي، بېرته خپل هېواد ته راستانه شي. نوموړی وایي، هغه کسان چې په اروپایي هېوادونو کې مېشت دي، کولای شي بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، ځکه افغانستان د ټولو ګډ کور دی، او د هر افغان حق دی چې بې له امنیتي وېرې خپل ورځنی ژوند پر مخ یوسي.
هغه زیاته کړه چې کوم کسان چې په تېر نظام کې په ادارو کې کار کړی، هېڅوک نشي کولای ورته ستونزه جوړه کړي، او نه څوک پرې دعوه کولای شي. خو هغه کسان چې له چا سره شخصي حقوقي ستونزې لري، هغه به د دولتي ادارو له لوري په کره توګه وڅېړل شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
وثیق وویل چې د اسلامي امارت له راتګ سره یو شمېر کسان چې د تېر نظام په دوره کې له ظلمونو او تېریو سره مخ شوي وو، د مشر د فرمان له مخې بښل شوي دي، او هېڅ ګواښ ورته په هېواد کې نشته، او خپل ژوند چارې په عادي توګه پر مخ وړي. نوموړي د هېواد پخواني ولسمشر اشرف غني ته په اشاره وویل چې یاد کمېسیون بلنه نه ده ورکړې چې هېواد ته راوګرځي، خو هغه کولای شي هېواد ته راوګرځي او خپل ژوند پر مخ یوسي. وثیق له هغو پانګه‌والو چې بهر کې پانګونه کوي وغوښتل چې بېرته هېواد ته راشي او خپله پانګونه وکړي، تر څو د هېواد د پرمختګ او ابادۍ سبب شي او ویې ویل که کوم وړاندیز یا نیوکه ولري، دا کمېسیون یې اوري.
وثیق د خپرونې په وروستۍ برخه کې تېر جمهوري نظام ته په اشاره وویل چې په هغه نظام کې یو کس په خپل سر دولتي چارې پر مخ وړلې او خپل واک یې چلولو. هغه زیاته کړه چې یو کس په زور سره له دندې نه بدلول کېده او نه هم له دندې لرې کېدای شو. نوموړي وویل چې اوسمهال نظام د یو امیر تر امر لاندې دی، او یو کس له دندې څخه تبدیل او لرې کول ترسره کېږي، او څوک یې مخالفت نشي کولای.
پایله:
احمدالله وثیق په دې خپرونه کې وویل چې د افغان شخصیتونو د بېرته راستنېدو کمېسیون د همغږۍ له لارې زرګونه پخواني دولتي کارکوونکي هېواد ته راستانه کړي، او ټینګار یې وکړ چې اوسنی نظام د عمومي عفوې، امنیت او واحد رهبرۍ پر بنسټ د ټولو افغانانو د راستنېدو زمینه برابروي.

مطالب بیشتر:  د غزې په اړه د امریکا د پریکړه لیک تصویبېدو پر وړاندې نړیوال غبرګونونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *