کابل؛ افاق خبري اژانس: ټاکل شوې د کرکټ الف ملي لوبډله د اسیا ځوانانو جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې په قطر کې له سریلانکا سره لوبه وکړي.
افغان لوبډله په دغو سیالیو کې له بنګلهدېش، سریلانکا، او هانګکانګ سره په یوه ګروپ کې ده.
کرکټ بورد ویلي، الف لوبډله دغو سیالیو ته له پوره چمتوالي سره ستنه شوې او غواړي له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغان الف کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې د دغو سیالیو اتلولي ګټلې وه.
