د ESPN د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام د اتلولۍ لپاره د ۱۰ مخکښو لوبډلو نوملړ خپور شوی؛ هغه نوملړ چې ښيي د نړۍ دودیزې پیاوړې لوبډلې لا هم د دې لوبې د مبصرینو د پاملرنې نوملړ په سر کې دي.
د اتلولۍ مدعیان
په دې درجهبندۍ کې، د فرانسې ملي لوبډله لومړی ځای لري او ورپسې هسپانیا او انګلستان په دویم او درېیم مقام کې قرار لري.
همدارنګه، برازیل، پرتګال، هالنډ، ارجنټاین، جرمني، ناروې او بلجیم هغه لوبډلې دي، چې د اتلولۍ د لسو اصلي مدعیانو په نوملړ کې شامل دي.
د سیالیو وخت او کوربه هېوادونه
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالۍ، د همدې کال د جون له ۱۱مې د جولای تر ۱۹مې پورې د درېیو هېوادونو متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربهتوب ترسره شي؛ دا به لومړی ځل وي چې دا سیالۍ د ۴۸ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.
د تېر پړاو اتلې لوبډلې ته لنډه کتنه
د دې سیالیو په تېر پړاو کې، د ارجنټاین ملي لوبډلې وکولای شول په یوه زړهراښکونکي پایلوبه کې فرانسې ته ماتې ورکړي. دا لوبه په ټاکلې موده کې ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده، خو ارجنټاین په پنالټیو کې د ۴-۲ په بریا سره د ۲۰۲۲ نړۍوال جام اتلولي خپله کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته په نږدې کېدو سره، د دودیزو مدعیانو او د فوټبال د نوي نسل ترمنځ سیالۍ نوي پړاو ته دننه شوې او له همدې شېبې یې وړاندوینې پام را جلب کړی دی.
