افغانستان د سنوکر سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړې

افغانستان د سنوکر سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان سنوکر لوبغاړي رییس خان سن‌زي د سنوکر نړیوال جام سیالیو د ١٦ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي لوبو کې د قطر او متحده عربي اماراتو لوبغاړو ته ماته ورکړې او نیمه پایلوبې ته یې لاره موندلې ده.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو  له مخې، د سنوکر دغه نړیوالې سیالۍ په انفرادي او ګروپي برخو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولي دری لوبغاړو په‌کې ګډون کړی دی.

د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ د عمان په کوربتوب په مسقط ښار کې د ۱۶ هېوادونو په ګډون د روانې نومبر میاشتې له ۲۳مې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.

مطالب بیشتر:  د ناروغۍ پر کټ پروت شاپور؛ آیا د هغه درملنه شونې ده؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *