د ناروغۍ پر کټ پروت شاپور؛ آیا د هغه درملنه شونې ده؟

د ناروغۍ پر کټ پروت شاپور؛ آیا د هغه درملنه شونې ده؟

د افغانستان د کریکټ پخوانی تېزتوپ اچوونکی شاپور ځدراڼ چې، له تېرو نږدې درېیو میاشتو راهیسې په نوي ډیلي کې د بستر پر کټ پروت دی، له یوې سختې ناروغۍ سره مبارزه کوي. که څه هم د هغه روغتیایي وضعیت ښه نه دی، خو ورور یې غمي ځدراڼ «بي‌بي‌سي» سره خبرو کې ویلي، چې ډاکټرانو یې د وضعیت ښه کېدو ډاډ ورکړی دی.

شاپور په څه ډول ناروغۍ اخته دی؟

د کریکټ ملي لوبډلې دغه پخوانی وتلی لوبغاړی له یوې داسې کمسارې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی، چې له امله یې د انسان د بدن مقاومت کمېږي. دا ناروغي چې د Hemophagocytic Lymphohistiocytosis په نوم یادېږي، که پر وخت یې درملنه ونشي، نو ښایي د ژوند په بیه تمامه شي.

غمي ځدراڼ بي‌بي‌سي سره خبرو کې زیاته کړې: «دا مهال شاپور ډېرې کمې خبرې کوي او اکثره وېده وي». د ده په خبره، شاپور نږدې ۱۴ کېلو وزن هم له لاسه ورکړی دی او د هغه له مینه‌والو یې غوښتي، چې د روغتیا لپاره یې لاس په دعا شي.

دا ناروغي تر ډېره په ماشومانو کې وي، خو هغه لویان هم ورسره مخامخ کېدی شي چې د بدن مقاومت یې کمزوری او یا یې په تېر کې د سرطان ناروغي تېره کړې وي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، شاپور ځدراڼ چې د روان زېږدیز د جولای په میاشت کې به ۳۹ کلن شي، د دې ناروغۍ له پرمختللې بڼې سره مخامخ دی. د هغه د ناروغۍ په اړه د کریکټ ګڼو کورنیو او بهرنیو لوبغاړو خواشیني څرګنده کړې او نوموړي سره یې د هر راز مرستې ټټر وهلی دی.

مطالب بیشتر:  د سکاټلینډ-مراکش د لوبې لنډیز او تحلیل | د ۲۰۲۶ نړیوال جام + ویډیو

همداراز د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د شاپور ځدراڼ سره ټلیفوني خبرې کړې او د هغه د روغتیا پوښتنه یې کړې ده.

د ویلو ده، چې شاپور له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۰ کاله پورې افغانستان لپاره لوبې کړې؛ هغه د کرېکټ په۸۰ نړیوالو لوبو کې د افغانستان استازولي کړې ده، چې په دې کې ۴۴ یې یو ورځنۍ او ۳۶ یې ۲۰ اوریزې لوبې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *