همکار د کجکي–کندهار برېښنايي پروژې پر معیاري بشپړېدو ټینګار کړی

همکار د کجکي–کندهار برېښنايي پروژې پر معیاري بشپړېدو ټینګار کړی

کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالحق همکار، کندهار کې د کجکي–کندهار ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي پروژې کاري بهیر ارزولی، او په معیاري ډول یې د کارونو پر مخ وړلو ټینګار کړی. نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د دغې پروژې چارې به تر راتلونکي پسرلي بشپړې شي.

د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د کجکي–کندهار د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې له بشپړېدو سره به د کندهار ښار او اړوندو سیمو د هستوګنیزو، سوداګریزو او صنعتي برخو برېښنا تامین شي.

سرچینه زیاتوي، له یادې پروژې سره به د نفتي سون‌توکو د لوړو لګښتونو مخه ونیول شي.

مطالب بیشتر:  د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ لوبه د باران له امله بې پایلې پایته ورسېده

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *