افغان سنوکر لوبغاړو د هند او ایران پر وړاندې ماتې خوړلې

افغان سنوکر لوبغاړو د هند او ایران پر وړاندې ماتې خوړلې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د سنوکر افغان لوبډلې د سنوکر نړیوال جام په ګروپي سياليو کې د ایران او هند پر وړاندې ماتې خوړلې.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، افغان سنوکر لوبغاړو په ګروپي پړاو کې خپله لومړۍ لوبه له متحده عربي اماراتو ګټلې، خو دوې نورې یې د ایران او هند پر وړاندې بایللې او په یادو سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شوې ده.

 سرچینه زیاتوي، افغانا لوبغاړو په انفرادي سیالیو کې د برونزو مډال ګټلی دی.

د یادونې وړ ده چې د سنوکر نړیوال جام سیالي د عمان په کور‌بتوب په مسقط ښار کې د ۱۶ هېوادونو په ګډون جوړې شوې وې.

مطالب بیشتر:  د جرمني – عاج ساحل د لوبې لنډیز او تحلیل | د ۲۰۲۶ نړیوال جام + ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *