کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي توریالي ځاځي له افاق سره په خبرو کې د پاکستان د حکومت له لوري د جمعیت علمای اسلام د یو شمېر غړو نیول کېدو ته په اشارې ویلي، د دغو کسانو نیول کېدل اصلي موضوع نه ده، بلکې د پاکستان روان سیاسي وضعیت د دغه هېواد د داخلي ستونزو د پراخېدو څرګندونه کوي.
ځاځي ویلي، چې که د کوزې پښتونخوا مشران سیاسي اراده او جرئت ولري، باید د پاکستان د حکومت د سیاستونو پر وړاندې ولسي پاڅون وکړي. د نوموړي په باور، د پاکستان اوسني سیاستونه نه یوازې د افغانستان، بلکې د پښتونخوا ولسونو ته هم زیانونه اړولي دي.
نوموړي د پاکستان پر جوړېدو او تاریخي سیاستونو نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې د نړیوالو قدرتونو د سیاسي او ستراتیژیکو موخو له امله افغانستان زیانمن شوی. د هغه په وینا، نړیوالو قدرتونو په سیمه کې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره د پاکستان ملاتړ کړی او د دغه هېواد د سیاستونو پر وړاندې یې چوپتیا غوره کړې ده.
دغه شنونکي د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت د دغه هېواد د راتلونکي لپاره د اندېښنې وړ بللی او د احتمالي تجزیې موضوع یې هم مطرح کړې ده. د نوموړي په باور، د پاکستان روان سیاسي او داخلي کړکېچونه ښايي د دغه هېواد پر راتلونکي ژورې اغېزې ولري.
ځاځي همداراز د پاکستان د اټومي وسلو د له منځه وړلو غوښتنه کړې او ادعا یې کړې، چې د دغه هېواد اوسنی پوځي او سیاسي جوړښت کولای شي د سیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
