کابل؛ افاق خبري اژانس: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په کونړ کې ښوونځي ته نږدې د پرونۍ مرګونې چاودنې د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
اروپايي ټولنې د ماشومانو د ښوونې او روزنې د ځایونو په توګه د ښوونځیو پر خونديتوب ټینګار کړی دی.
بلخوا د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، د افغانستان لپاره د برېتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي او د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د یادې چاودنې له قربانیانو او زیانمنو سره خواخوږي ښودلې ده.
یونیسف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، ښوونځي باید د ماشومانو لپاره خوندي ځایونه وي او ټیمونه یې په سیمه کې ټپیانو ته بېړنۍ روغتیايي مرستې رسوي.
د یادونې وړ ده چې دغه چاودنه تېره ورځ د کونړ ولایت د اسعداباد ښار اړوند د شګۍ منځني ښوونځي ته څېرمه رامنځته شوې وه، چې له امله یې شاوخوا لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او له ۱۱۰زیات نور ټپیان شوي دي.
