پاکستان سعودي عربستان ته سرتېري لېږلي

پاکستان سعودي عربستان ته سرتېري لېږلي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د پاکستان پوځ سعودي عربستان ته د یو شمېر سرتېرو د لېږلو خبر ورکړی، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته تړونونو او دفاعي همکاریو د یوې برخې په توګه په دغه هېواد کې فعالیت وکړي.

د پاکستان پوځ ویلي، د دغو سر تېرو د خدای پاماني مراسم د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، په پاکستان کې د سعودي عربستان د سفیر راجح تامي البقمي، د لاهور د قول اردو قوماندان محمد عمر بشیر او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون تېره ورځ ترسره شوي دي.

د پاکستان پوځ د خبرپاڼې له مخې، د دغو سرتېرو استول د سعودي عربستان امنیت، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د پاکستان ژمنتیا څرګندوي او دا چاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله ستراتیژیکې ملګرتیا او نږدې اړیکو پر بنسټ ترسره شوې.

سرچینه زیاتوي، پاکستاني ځواکونه به د سعودي عربستان په خاوره کې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژمنو او دفاعي همکارۍ په چوکاټ کې خپل ټاکل شوي مسوولیتونه ترسره کړي. د پاکستان پوځ دا هم ویلي، دا چاره د راپورته کېدونکو امنیتي اندېښنو پر وړاندې د سعودي عربستان د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده.

مطالب بیشتر:  پر غزې تړانګې د اسراییلو هوایي بریدونو دوام؛ د قربانیانو شمېر تر ۴۴۳ تنو واوښت

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *