د غصب شویو ځمکو د استرداد دوام؛ روان کال څه باندې یو میلیون جریبه ځمکه راګرځول شوې

د غصب شویو ځمکو د استرداد دوام؛ روان کال څه باندې یو میلیون جریبه ځمکه راګرځول شوې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د فعالیتونو په دوام، د عدلیې وزارت ویاند آفاق خبري اژانس ته وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال پر مهال څه باندې یو میلیون او ۲۳۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته د دولت ملکیت ته راګرځول شوې ده.

برکت‌الله رسولی په دې اړه زیاتوي:«راګرځول شوې ځمکې کرنیزې او استوګنیزې سیمې دي چې د ځینو کسانو تر غصب او ناقانونه تصرف لاندې وې. له دې ډلې، یوازې د ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ۱ میلیون او ۲۳۰ زره او ۹۶۷ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.»

د عدلیې وزارت ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي، چې شاوخوا دیارلس میلیونه جریبه د څړځایونو ځمکه په فاریاب او بادغیس ولایتونو کې تثبیت شوې او د ځمکو په بانک کې ثبت شوې ده، او په خبره یې، نورو ولایتونو کې د عامه څرځایونو د ارزونې بهیر لا هم دوام لري.

د ښاغلي رسولي په خبره: «د دې کمېټې له‌خوا په فاریاب او بادغیس ولایتونو کې د څرځایونو د ارزونې په پایله کې، شاوخوا ۱۳ اعشاریه ۴۸۸ میلیونه جریبه څرځایونه تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي. له دې ډلې، تر ۴ اعشاریه ۱۶۷ میلیونه جریبه په بادغیس ولایت کې او تر ۹ اعشاریه ۳۲۱ میلیونه جریبه په فاریاب ولایت کې موقعیت لري. د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عامه څرځایونو د ارزونې بهیر روان دی.»

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي د دولتي ځمکو بېرته راګرځول د عامه ګټو د ساتنې په برخه کې یو ضروري او مهم ګام بولي. د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دا په بشپړه توګه د منلو وړ، مشروع، روا او لازم کار دی چې دولت غصب شوې ځمکې او ملکیتونه بېرته را وګرځوي؛ که دا ملکیتونه د دولت وي او که د افرادو او کورنیو. دا بهیر یو مثبت ګام او ښه کار دی. خو سره له دې، ځینې ملاحظات هم شته. د ځمکو د بېرته راګرځولو یا استرداد بهیر باید د سیاسي، قومي یا سلیقوي مسایلو تر اغېز لاندې را نه شي.»

مطالب بیشتر:  د ارغندۍ سب‌سټېشن چارو کې پرمختګ؛ آیا کابل کې به د برېښنا ستونزه هواره شي؟

د عدلیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغه کمیسیون د فعالیت له پیل تر دې دمه، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نږدې څلور میلیونه جریبه ځمکه امارتي تثبیت او بېرته اړوند ادارو ته سپارل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *