د رسنیو د آزادۍ نړۍواله ورځ؛ اطلاعاتو ته پر نه لاسرسي د خبریالانو نیوکه

د رسنیو د آزادۍ نړۍواله ورځ؛ اطلاعاتو ته پر نه لاسرسي د خبریالانو نیوکه

د مې میاشتې درېیمه نېټه د رسنیو د آزادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ دا ورځ د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له لوري نومول شوې، څو په ټوله نړۍ کې د بیان د آزادۍ، د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د خپلواکۍ اهمیت روښانه کړي.

په همدې تړاو ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال په یوه ځانګړي پروګرام کې د عامه پوهاوي په لوړولو، د ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکې په رامنځته کولو کې د رسنیو پر بنسټیز رول ټینګار کړی دی .

هغه له رسنیو غوښتي چې خپلې کړنې د اصولو، دیني او کلتوري ارزښتونو، د نشراتي پالیسۍ او د هېواد د ګټو په چوکاټ کې تنظیم کړي. حیات‌الله مهاجر فراهي همدارنګه ویلي چې، په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې ۱۴۱ رسنیو چې چاپي، غږیزې، انځوريزې او آنلاین دي د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او په همدې موده کې ۱۱۱ رسنیزې سرغړونې څېړل شوې دي.

د دې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ټینګار کړی چې آزاد او باوري ژورنالیزم د سولې په رامنځته کولو کې مهم رول لري او  دقیقو معلوماتو ته لاسرسی د ټولنو د جوړولو لپاره اړین دی. دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د بیان آزادي له ۲۰۱۲ کال راهیسې په نړیواله کچه ۱۰ سلنه کمه شوې ده.

د یونسکو سازمان د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د رسنیو د آزادۍ نړیواله ورځ هغه ورځ ده چې د هغو رسنیو د ملاتړ لپاره نمانځل کېږي چې د محدودېدو له ګواښ سره مخ دي . همدارنګه دا ورځ د هغو خبریالانو د یادون لپاره هم ده چې د یوه خبر د تعقیب پر مهال یې خپل ژوندونه له لاسه ورکړی دي.»

مطالب بیشتر:  په ټولنه کې د نظم ټینګښت هڅې؛ پنځو میاشتو کې ۵۱۶ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې

په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان اطلاعاتو پر وخت نه لاسرسی، د رسنیو مالي ستونزې او همداراز د ټولیزو رسنیو لپاره د قانون نشتون، د خپلو ورځنیو چارو پر وړاندې مهم خنډونه بولي او له حکومت په دې برخه کې د اړینې همکارۍ او اقداماتو غوښتنه کوي.

په افغانستان کې د مې درېیمه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې رسنۍ د عامه رسنیو د قانون له تشې او د روښانه حقوقي چوکاټ له نشتوالي سره مخ دي. په دې ترڅ کې اقتصادي ستونزې، د مالي سرچینو کمښت، د یو شمېر رسنیو تړل کېدل او د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه د رسنیو وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *