کابل؛ افاق خبري اژانس: د بلخ امنیه قوماندانۍ وایي، د مزارشریف ـ کابل پر لویه لار د دوو موټرو د ټکر له امله درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي. د یادې قوماندانۍ په وینا، د پېښې مړي او ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.
همداراز، تېره ورځ د مزارشریف ښار دشت شور په سیمه کې د یوه ټېلر او سویفټ موټر ترمنځ د ټکر له امله هم یو تن مړ شوی دی.
د بلخ امنیه قوماندانۍ د دغو ترافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي او تېز سرعت بللی او له موټرچلوونکو یې غوښتي چې ترافیکي اصول مراعت کړي.
د یادونې وړ ده، هر کال سلګونه هېوادوال په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې لاملونه یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی، او له ترافیکي اصولو سرغړونه ده.
