عراق ته د قالیباف سفر؛ ایران امریکا جګړه کې بې‌وسه بللې

عراق ته د قالیباف سفر؛ ایران امریکا جګړه کې بې‌وسه بللې

 

 

د ایران او امریکا ترمنځ د لفظي ترینګلتیاوو په دوام، دا ځل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د تهران پر وړاندې د «بې‌ساري او ویجاړوونکو اقتصادي عملیاتو» د پیل خبر ورکړی دی. ټرمپ ویلي چې ایران ته یې هوکړې ته د رسېدو په پار کافي فرصت ورکړ، خو په خبره یې، یاد هېواد له دې فرصته په ګټه اخیستنه کې پاتې راغی.

د امریکا ولسمشر همداراز په سپینه ماڼۍ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې یو ځل بیا ادعا وکړه، چې هرمز تنګی پرانیستی، خو ټینګار یې وکړ، چې په دې تنګي کې د نفتو د لېږد لپاره د بېلابېلو مسیرونو په رامنځته کولو سره به یاد تنګی خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

«موږ داسې موارد لرو چې کولی شو پرې بندیزونه ولګوو. موږ ډېر سخت او جدي بندیزونه لرو او ګورو به چې څه پېښېږي. اوس مهال تنګی خلاص دی. ډېرې بېړۍ ترې تېرېږي. خلک د دې موضوع راپور نه ورکوي، او ښایي د یوې مودې لپاره دا بهیر لږ ورو شي، خو همدا اوس ډېرې بېړۍ له تنګي تېرېږي. سمندري محاصره ډېره اغېزمنه وه».

د ټرمپ له دې څرګندونو سره هم‌مهاله، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف چې په رسمي سفر عراق ته تللی، د دغه هېواد له ولسمشر نزار آمیدي سره لیدنه، امریکایان بې‌وسه بللي او ټینګار یې کړی، چې هغوی په درېیمه تحمیلي جګړه کې هم خپلو موخو ته ونه رسېدل.

«امریکایان په درېیمه تحمیلي جګړه کې خپلو هېڅ موخو ته ونه رسېدل او اوس د بې‌وسۍ په پړاو کې دي. اسلامي هېوادونه د بل هر وخت په پرتله، یو بل ته اړتیا لري او امریکا د هغوی ملاتړ کوونکې نه ده».

مطالب بیشتر:  ذبیح الله مجاهد: افغانستان کې پاتې امریکایي تجهیزات غنیمت او د اسلامي امارت حق دی

په ورته وخت کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا ویلي، چې تهران د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی، په خبره یې امریکا سره خبرې اترې د تسلیمېدو په مانا نه دي. هغه ټینګار کړی، چې ایران به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په کلکه دفاع وکړي.

«د خبرو اترو په بهیر کې موږ د حکمت، عزت او مصلحت په رعایتولو سره، ګام پر ګام مخته ځو. زموږ هدف د جګړې او محاصرې پای ته رسول، د کنګل شویو شتمنیو آزادول او له هغې وروسته اټومي خبرې اترې وې. موږ به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوو، خو جګړه زموږ هدف نه دی».

که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د سوله‌ییز حل په موخه د منځګړو هېوادونو هلې ځلې دوام لري، خو تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه لیدل کېږي. په همدې لړ کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره ټلیفوني خبرو کې د سیمې د وروستیو تحولاتو او ډیپلوماټیکو بهیرونو په اړه خبرې کړې دي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *