د کانونو په برخه کې ۱۸۰ زره کسان پر کار بوخت دي

د کانونو په برخه کې ۱۸۰ زره کسان پر کار بوخت دي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري د افغانستان د کانونو په لومړني ځانګړي نندارتون کې ویلي، اوس مهال شاوخوا ۱۸۰ زره کسان د کانونو د استخراج په برخه کې پر کار بوخت دي او د کانونو ۳۵۰ فعال قراردادونه شته، چې ۴۴ یې د لویې کچې دي.

د نوموړي په خبره، په ټول هېواد کې د قیمتي ډبرو د استخراج ۱۵۱۰ جوازونه او په کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې د زرو مینځلو ۱۲۸۷ جوازونه وېشل شوي.

د کانونو وزیر ټینګار کړی، چې له کاني زېرمو د منظمې او اغېزمنې ګټې اخیستنې له لارې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا، د صنعتي فعالیتونو پراختیا او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرول د دغه وزارت له مهمو موخو څخه دي.

د هغه په وینا، د کانونو د استخراج او پروسس له لارې افغانستان کولای شي د خامو موادو د صادراتو ترڅنګ د پروسس شویو کاني محصولاتو په تولید او صادراتو کې هم مهم ځای خپل کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کانونو لومړنی ځانګړی نندارتون د لړم له ۶مې تر ۹مې نېټې د چیني، هندي او ایراني شرکتونو په ګدون په کابل کې جوړ شوی چې موخه یې د افغانستان د کاني ظرفیتونو معرفي کول، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جذب او د معیاري استخراج او پروسس لپاره د مناسبو شرایطو برابرول دي.

مطالب بیشتر:  د ارغندۍ سب‌سټېشن چارو کې پرمختګ؛ آیا کابل کې به د برېښنا ستونزه هواره شي؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *