کابل؛ افاق خبري اژانس: د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تېره میاشت په کابل ښار کې له ۸۶۴ خصوصي درملتونونو او د درملو اړوندو تاسیساتو څخه څارنه کړې ده.
د دې څارنو په پایله کې یو شمېر درملتونونه د قانوني اسنادو نشتوالي، د ټاکل شوې بیې څخه د لوړې بیې اخیستو، د تاریختېرو درملو پلور او نورو سرغړونو له امله تړل شوي یا یې فعالیتونه ځندول شوي دي. همداراز، ۶۹۷ قلمه درمل له بازاره راټول شوي او ۱۱۸ درملتونونه د بیو د سټېکرونو لګولو تر پوښښ لاندې نیول شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه څارنې د عامې روغتیا ساتنې او د درملو د خوندي او قانوني عرضه کولو په موخه ترسره شوې دي.
د یادونې وړ ده چې عامې روغتیا وزارت، د درملیزو تاسیساتو او فعالیتونو د جواز ورکولو ریاست، په تلې میاشت ۲۷ وارداتي شرکتونو، ۱۷ درملتونونه او ۱۱ د درملو عمده پلورنځيو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
