رواداري: پاکستاني بریدونو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې دي

رواداري: پاکستاني بریدونو زرګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې دي

د رواداري په نوم د بشري حقونو بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې تر ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه په افغانستان د پاکستاني پوځي بریدونو پراخې انساني، ټولنیزې او اقتصادي پایلې لرلې دي.
د راپور له مخې، په دې بریدونو کې لږ تر لږه یو زر او ۱۸۷ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي، له ۲۹ زرو ډېرې کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې او سلګونه کورونه، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه او نور ملکي تاسیسات ویجاړ شوي دي.
رواداري ویلي، د پاکستاني ځواکونو بریدونه په خوست، پکتیا، پکتیکا، نورستان، ننګرهار، کندهار، هلمند او کابل ولایتونو کې ترسره شوي دي.
دغه بنسټ په کابل کې د نشه‌يي توکو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان له لوري ترسره شوي هوايي برید ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په دغه برید کې شاوخوا ۳۰۰ ناروغان او کارکوونکي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي چې پاکستاني ځواکونو د نورستان د کامدېش او برګ‌مټال ولسوالیو د خلکو د تګ راتګ یوازینۍ لار له دوو میاشتو ډېره تړلې وه، چې له امله یې زرګونه کسان د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ شوي دي.
رواداري ویلي چې د دغو بریدونو اغېزې یوازې په مرګ‌ژوبله او مالي زیانونو پورې محدودې نه دي، بلکې ډېرې کورنۍ له رواني فشار، بې‌وزلۍ، بې‌ځایه کېدو او د عادي ژوند د بېرته پیل له ستونزو سره مخ دي.
د دې بنسټ په وینا، د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې په وروستیو کلونو کې تاوتریخوالی زیات شوی او د دواړو لورو متقابل بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون له نظره د څېړنې اړتیا لري.
رواداري ویلي، د دغه راپور معلومات یې د قربانیانو له خبرو، د عیني شاهدانو له مرکو، روغتیايي اسنادو، انځورونو، ویډیوګانو او رسنیزو راپورونو راټول کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *