د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ډيپلوماسۍ انسټيټيوټ د شپږمې تخصصي دورې فراغت غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د چین په منځګړیتوب پاکستاني لوري سره وروستي مذاکرات مثبت وو.
ښاغلي متقي د پاکستان او افغانستان له سیاستوالو، علماوو، استادانو او مخکښو څېرو وغوښتل، چې وروستي مسایل د دوو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ خورا حساس دي او باید له دا ډول مسایلو سره مسوولانه او په شریعت برابر اخلاقي چلند وشي.
د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، چې افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ او دا مهال په ټول هېواد کې یو مخالف حرکت شتون نه لري او ټینګار یې وکړ، چې که هېواد له کورني او بهرني شره وساتل شي، نو ډېر ژر به افغانستان د سیالانو سیال شي.
د بهرنیو چارو وزیر په دې فراغتغونډه کې ټینګار وکړ، چې د شخصي عقدو له مخې، باید ملي ګټې له پامه ونه غورځول شي او په خبره یې، دا ډول مسایل خورا دقت او د امیر د اوامرو اطاعت ته اړتیا لري. امیر خان متقي زیاته کړه، چې هر څوک باید له ځانه امیر جوړ نه کړي؛ ځکه دا وضعیت د اناشېزم لامل ګرځي او ټولنه له هلاکت سره مخامخ کوي.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز د خپلو څرګندونو په وروستۍ برخه کې د ډيپلوماټانو پر مسلکي روزنې ټینګار سره وویل، چې ډیپلوماټان د سیمې او نړۍ له وضعیت پوره درک ولري او په خبره یې، مسوولیت لري په اوسنۍ نړۍ کې خپل هېواد له جګړو او ستونزو وساتي.
