نورالله نوري: اسلامي نظام د خلکو ټول حقونه خوندي کړي

نورالله نوري: اسلامي نظام د خلکو ټول حقونه خوندي کړي

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په سرپل ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال، په اسلامي نظام کې د خلکو عقیده، تاریخ، ازادي او ارزښتونه خوندي بللي دي او ویلي یې دي هغه کسان چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې یې په افغانستان کې د خپلو موخو د پوره کولو لپاره له خلکو کار اخیستی، نن باید د افغانستان د ازادۍ او خپلواکۍ شعارونه نه ورکوي.
«په کوم عزم، په کوم پیغام، په کومه اراده اعلانوې چې موږ افغانستان ازادوو؟ له چا څخه؟ د شلو کلونو پایله دې دې ملت په خپلو سترګو ولیده. نن د افغانستان خلک تاسو ښه پېژني. په افغانستان کې تاسو ځای نه لرئ».
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړه چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو او د اسلامي امارت د مشر د عفوې له فرمان وروسته ټول اختلافات، جګړې او شخړې پای ته رسېدلي او په هېواد کې د باور، یووالي او همغږۍ فضا پیاوړې شوې ده.
«ټول تنظیمونه او هر ډول اختلاف، جګړه‌طلبۍ او تفرقه ختمه شوې، نور هېڅ انتقام نه اخیستل کېږي، ټول سره یو ځای او په متحده توګه ژوند کوي».
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د بهرنیو تبلیغاتو تر اغېز لاندې دې نه راځي او د مسایلو ارزونه دې په واقعي ډول وکړي. هغه ټینګار وکړ چې افغانان د جبر له مخې د اسلامي امارت تر څنګ نه دي ولاړ، بلکې د عقیدې، فکر، فرهنګ او سیاست پر بنسټ یې ملاتړ کوي.«د پردیو او بهرنیو استخباراتو تبلیغاتو ته غوږ مه نیسئ. حقیقت درک کړئ او د حقیقت پر بنسټ قضاوت وکړئ».
دا په داسې حال کې ده چې پرون له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مشر شهاب‌الدین دلاور هم ویلي وو چې اسلامي امارت د ۴۸ کلونو اختلافاتو په پای ته رسولو سره د خلکو ترمنځ د یووالي او همغږۍ زمینه برابره کړې ده.
د هغه په وینا، بشپړ امنیت، د ټولنې د ټولو وګړو د حقونو ټینګښت او ګڼې نورې لاسته راوړنې د اسلامي امارت د حاکمیت له مهمو پایلو څخه شمېرل کېږي.

مطالب بیشتر:  د اسلامي امارت د مشر اختریز پیغام؛ د افغانانو ترمنځ پر یووالي او نړۍ سره پر ښو اړیکو ټینګار

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *